د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو عواید څه باندې ۱۳۶میلیون ډالرو ته رسېدلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو په عوایدو کې د بې ساري زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان په ګمرکونو کې له دغه درکه ۱۲ میلیارد او ۱۴۳ میلیون افغانۍ چې (۱۳۶میلیون ډالر کیږي) عواید تر لاسه شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب شپږمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه موده کې ۲.۷ میلیون ټنه د ډبرو سکاره د تورخم بندر له لارې پاکستان ته صادر شوي چې نسبت تېر کال ته، شاوخواو دری برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۹۴۸زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شوي و چې عواید یې یو میلیارد او ۸۹۳ میلیون افغانیو ته رسېدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو ګمرکي محصول د دوو سوو ډالرو څخه دوو سوو اتیا ډالرو ته لوړ کړی دی.

دغه وزارت د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون میاشتې پر ۲۸مه له افغانستان څخه د یو ټن صادراتي ډبرو سکرو بیه له ۹۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو پوري لوړه کړه.

طالب چارواکو د ډبرو سکرو بیو لوړېدو لامل په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د بیو لوړېدل یاد کړل.

پر همدې مهال د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وایي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو له زیاتوالي سره په وروستیو میاشتو کې په هیواد کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوي وې.

د احمد جواد په نوم د کابل ښار یوه دوکاندار امریکا غږ ته وویل چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه تر ۱۷زره افغانیو پوري رسېدلې وه چې د هوا په ګرمېدو سره بیرته کښته شوې ده.

هغه وویل چې اوس مهال د کابل په بازارونو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۲ زره افغانیو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو له عمده واریدونکو هیوادونو څخه دی او دغه هیواد د برښنا تولید لپاره د ډبرو سکرو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي وو چې د افغانستان د ښه کیفیت سکاره ورته د نورې نړۍ په پرتله په نیم قیمت تمامیږي.

هغه همدا راز ویلي و چې، له افغانستان څخه سکاره په پاکستاني روپیو پیري، تر څو ډالر وسپموي او د روپیو ارزښت ورسره لوړ شې.

ښاغلي شریف همدارنګه ویلي چې له دې سره به د پاکستان حکومت د کاله ۲.۲ میلیارد ډالر وسپموي.

د راپور په اساس د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان ډېر ضرورت پوره کړي او په جنوبي‌ افریقا باندې به یې تکیه کمه کړي. دا مهال پاکستان د خپل ضرورت وړ ۷۵ سلنه د ډبرو سکاره له جنوبي افریقا څخه واردوي.

XS
SM
MD
LG