د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د ۲۰۲۱ په پرتله تیر کال د افغانستان اقتصادي وضعت ښه و 


نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اوړم میلادي کال په پرتله د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه و او ددغه کال په نهو میاشتو کې یې ۱.۷ ملیاردو ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي و.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات او د ملګروملتونو له خوا افغانستان ته د نغدو ډالرو لیږد د اقتصادي وضعیت په ښه کیدو کې مرسته کړې ده.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي دي، چې د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په نهو میاشتو کې د صادراتو د زیاتیدو، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بیې د ثبات او د مالیاتو د راټولولو له امله ددغه هیواد اقتصادي وضعیت د اوړم کال پرتله ښه شوی دی.

د نړیوال بانک د راپور له مخې د تیرمیلادي کال په نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱.۷ ملیارده ډالرو ته رسیدلې ده. ددې راپور له مخې په ۲۰۲۱ میلادي کال په همدې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې اته سوه میلیونه ډالرو وه.

په راپور کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ثبات په اړه ویل شوي، چې په دې موده کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو په وړاندې ۱.۳ فیصده خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. همداشان د دې راپور له مخې د انفلاسیون کچه چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۹.۳ فیصده وه په ۲۰۲۲ کال کې ۹.۱ فیصد ته را ټیټه شوې ده.

په اقتصادي وضعیت کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې د ملګروملتونو د راپور له مخې په روان کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان د خوړو د برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو باندې متکي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په افغاستان کې د سوتغذیې اندازه په بې ساري توګه لوړه شوې او ټول کال د دې هیواد نیمایي وګړي د شدیدې لوږې سره مخ دي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه طارق فرهادي امریکا غږ ته وویل، چې د صادراتو په زیاتوالي کې بهر ته د وچې او تازه میوې اوترکارۍ سربیره پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې زیاتوالي هم رول لري.

ښاغلي فرهادي وویل: "په تیر کال کې د افغانستان د صادراتو زیاتوالی علت پاکستان په طرف د ډبرو سکرو صادرات و، پیاز او په کمه اندازه نور معدني موادو و، په حقیقت کې د ټولو ستونزو سره سره هند ته ترکاري او میوه صادره شوې ده".

ښاغلی فرهادي د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو تر ټولو لوی علت افغانستان ته د ملګروملتونو له خوا د بشري مرستو او فعالیتونود دوام لپاره د نغدو ډالرو انتقال ګڼي او وايي، چې په حقیقت کې د ملګروملتونو ادارې په غیر مستقیم ډول د افغانۍ د ثبات سره مرسته کړې ده.

ښاغلي فرهادي وویل: "همدا څلویښت میلیونه ډالر چې ملګري ملتونه یې راوړي او افغانستان نړیوال بانک ته وړل کیږي دا څلویښت میلیونه په حقیقت کې د شهزاده سرای ته عرضه کیږي او کله چې دا پیسې عرضه کیږي پرې افغانۍ اخیستل کیږي چې په بدل کې یې د افغانۍ ارزښت په ځای پاتې دی".

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې د تیر ۲۰۲۲ میلادي کال په نهو میاشتو کې د اوړم کال پرتله د افغانستان صادراتو کې ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی. ښاغلي جواد وویل، چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د صادراتو کچه ۸۷۹ میلیونه ډالره وه.

ښاغلي جواد وویل: "د صادراتو مهم قلمونه د ډبرو سکاره و، پنبه وه، ممیز، انار ، وچ انځر، جلغوزه، انګور زیره، رومیان، مڼې، بادام پیاز، زردالواونور توکي و".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، دا توکي تر ډیره پاکستان، هند، ایران، چین، متحده عربي اماراتو او یو شمیر اروپايي او امریکايي هیوادونو ته صادر شوي دي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل کړه او هم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي، چې له امله یې دا هیواد د یو سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې یو ځل بیا افغانستان سره خپلې بشري مرستې پیل کړې خو لا هم ددغه هیواد بانکونه د پیسو د لیږد او رالیږد په برخو کې د ستونزو سره مخ دي او افغان سوداګر او پانګوال نشي کولی، چې له افغانستان څخه بهر او یا له بهر څخه دغه هیواد ته پیسې انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG