د لاس رسي وړ اتصالات

خانجان الکوزی: د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د پاکستان صادرات ډیر شوي


د تورخم پوله
د تورخم پوله

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ترانزیټي مالونو په کچه کې د ۲۰۲۱ میلادي په پرتله زیاتوالی لیدل کیږي.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان څخه تر ډیره تازه میوه او د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ځانګړي ډول ازبیکستان څخه د ډبرو سکاره، خامه اوسپنه او مالوچ د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي.

ښاغلي الکوزي وویل: "تیر میلادي کال، زه فکرکوم چې ۲۵ فیصدو په اندازه باندې د پاکستان ترانزیټ مرکزي اسیا ته زیات شوی. خصوصآ اوزبیکستان او تاجیکستان ته زیاتې وریجې او حتی د روسیې په شمول باندې په لکونو ټنه مالټه، کینوهمدارنګه ام او نورې تازه میوې ور ځي. د منځنۍ اسیا څخه خصوصآ د اوزبیکستان څخه هم مالونه ترانزیټ کیږي، چې هغه د ډبرو سکاره دي، خامه اوسپنه ده او مالوچ دي".

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې دغه چارواکی وايي، چې افغانستان ته بیا د پاکستان څخه صادراتو کې د پخوا پرتله کموالی راغلی دی او برعکس له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات زیات شوي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: "دقیقه خبره داده، چې نه یوازې د پاکستان سره بلکې د ټولې نړۍ څخه زمونږ واردات کم شوي دي او صادرات مو زیات شوي دي. واردات ځکه کم شوي، چې یو خو په داخل کې په ځینو تولیداتو کې خودکفايي حالت ته رسیدلي یو او د بلې خوا د خلکو د ژوند کچه راټیټه شوې ده، خرید په مارکیټ کې نشته نو پاکستان سره په لومړیو وختونو کې زمونږ سوداګري کمزورې وه اوس په دې دریو میاشتو کې یو څه اضافه شوې".

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد امریکا غږ ته وویل، چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومویو شپږ میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ۸۵۸ میلیونو ډالرو په ارزښت مالونه وارد شوي و.

د ښاغلي جواد په وینا له پاکستان څخه په مهمو وارداتي توکو کې سمنټ، وریجې او تازه میوه شامل دي. ښاغلی جواد زیاته کړه چې په همدې موده کې له افغانستان څخه پاکستان ته هم د ۸۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت مالونه صادر شوي دي. له افغانستان څخه په صادر شوو مالونو کې د ډبرو سکاره، هنجه، مالوچ او تازه میوه شامل دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د یو راپور له مخې ددغه هیواد د روان مالي کال (۲۰۲۲-۲۰۲۳) په لومړیو پنځه میاشتو کې افغانستان ته د پاکستاني مالونو په صادراتو کې نږدې درې فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دغه بانک له خوا په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، چې د تیرکال د جولای له میاشتې څخه د نومبر تر میاشتې د ۲۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پاکستاني مالونه افغانستان ته صادر شوي، چې دا اندازه په تیر مالي کال کې ( ۲۰۲۱-۲۰۲۲)، ۲۰۷ میلیونه ډالره وه.


د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د پاکستاني مالونو د وارداتو د زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکړی، چې افغان سوداګر وايي د شاوخوا دریو اونیو راهیسې پاکستاني چارواکو ددغه هیواد د کراچۍ په ګمرک کې د افغان سوداګرو په ترانزیټي مالونو مالیه لوړه کړې، چې له امله یې یو شمیر سوداګر دې ته اړ شوي، چې د کراچۍ د بندر پر ځای د ایران د بندر عباس او چا بهار بندر له لارې خپل مالونه افغانستان ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG