د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې چاودنو درې تنه وژلي او دوه یې‌ ژوبل کړي- مقامات 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وايي په دوو بېلا بېلو چاودونو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې قربانیان ملکي وګړي دي. چاودنې د خیبرپښتونخوا د «بنو د بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه» کې شوي دي.

د بنو پولیس وايي چې تازه چاودنه نن یکشنبه مارچ پنځمه (کب ۱۴) شوې ده او چاودېدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.

د پولیسو په وینا په دې چاودنې کې دوه لارویان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

پولیس وايي چاودنه هغه مهال شوې ده چې هغوی ته د «طالبانو یو تسلیم شوی قوماندان قادر خان په موټر کې له سیمې تېرېده». ګمان کېږي چې د برید هدف هغه و.

امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې تېره ورځ هم د ټانګ ضعلې په «حیدر کلي» کې یوه چاودنه وشوه چې د مقاماتو په وینا یو کس په کې وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

د دغو چاودنو مسئولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

تر دې مخکې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د اکثریت چاودنو او بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو ډلې منلی و.

څه موده مخکې په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو په یو مرکز کې دننه ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د هغه برید مسئولیت هم چا ونه مانه او مقاماتو وویل چې د دې برید په تړاو یې ځینې مشکوک کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG