د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په چاودنې کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا شوې


ارشیف
ارشیف

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خوست ولایت په مرکز کې د پنجشنبې په ورځ د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو په یوه چاودنه کې د تحریک طالبان پاکستان ' ټي ټي پي' د مهمو قومندانانو په ګډون لږ ترلږه د شپږ تنو د وژل کیدو او ۱۵ تنو نورو ټپي کیدو ادعا شوې ده.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د ځینو سرچينو له قوله لیکلي، چې په وژل شويو وسله والو کې د عبدالمنان، عالم خان مداخېل او کجير په نومونو د تحریک طالبان پاکستان د ډلې قومندانان هم شامل دي. خو ددغې ورځپاڼې په راپور کې د نورو دریو تنو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

همداشان د نیوز ورځپاڼې ویلي، چې په دې چاودنه کې، د تحریک طالبان پاکستان د یو شمیر قومندانانو په ګډون پنځلس تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې ورځپاڼې د راپور له مخې ددې پیښې په ټپیانو کې ددغې ډلې درې قومندانان فضل امين، محمد الیاس طوفان، کنور پايو خان هم شامل دي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول ددغې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خوست په ښار کې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې یې سپین جومات سره نږدې د یوې چاودنې غږ واورید، کله چې دې د پیښې ځای ته ورسید د طالبانو امنیتي ساتوونکو سیمه کلابنده کړې وه او څوک یې د پیښې ځای ته ننوتلو ته نه پریښودل.

دغه عیني شاهد وویل، چې د چاودنې غږ ډیر اوچت و او دې داسې وګڼله چې ګوندې ډرون بې پیلوټه الوتکې به په دغه سیمه باندې، چې اکثره وزیرستاني کډوال په کې کاروبار کوي برید کړی وي.

خو دغه شاهد وویل، چې هغو طالبانو ساتوونکو، چې دا سیمه یې کلابنده کړې وه په سیمه کې راټول شوو خلکو ته وویل، چې د ګاز ډبې چاودنه کړې، چې یو تن په کې وژل شوی او بل ټپي شوی دی. تحریک طالبان پاکستان ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خوست د ښار په مرکزي برخه کې د سپین جومات سره نږدې سیمه کې اکثره افغانستان ته کډه شوي وزیرستاني کډوال دکانونه او رستورانتونه لري.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په وزیرستان باندې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته په زرګونو وزیرستاني کډوالو د افغانستان د خوست او پکتیکا په ولایتونو ته کډه کړې وه. ددغو کډوالو زیات شمیر یې په وروستو کلنو کې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي خو لا هم زیات شمیر وزیرستاني کډوال په دغو ولایتونو په ولایت کې اوسیږي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو پلاوي، چې د دغه هیواد د استخباراتو د ادارې آی ایس آی مشر جنرل نديم انجم هم په کې شامل و کابل ته سفر کړی و.

ددغه پاکستاني پلاوي د سفر په اړه ځینو پاکستاني رسنیو ویلي و، چې دغه پلاوي طالبانو حکومت ته په راروان پسرلي کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا د بریدونو د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه پلاوي د سفر وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکي و، چې ددغه پلاوي سره په تفصیل او څرګندې خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG