د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې چاودنو شپږ کسان وژلي، ۱۱ ټپیان دي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

پاکستاني مقامات وایي د بلوچستان په ایالت کې د دوو چاودنو له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي چې یوه چاودنه نن یکشنبه سهار فبرورۍ ۲۶ (کب اوومه) د بلوچستان ایالت د 'بارخان" سیمې اړوند په "راخني" مارکېټ کې شوې ده.

د سجاد افضل په نوم یو پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي چې دغه چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دغه پولیس چارواکي زیاته کړې چې د چاودنې له امله ټپي شوي کسان نژدې روغتون ته انتقال شوي او پولیسو د چاودنې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

نوموړي د پاکستان "ډان" رسنۍ ته ویلي چې د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه زیانمن شوي چې له امله ګڼ مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت وزیر اعلا میر عبدالقدوس بزنجو یاده چاودنه غندلې او د عاملینو د نیولو امر یې کړی دی.هغه ددغه چاودنې عاملین د بشریت دښمنان بللي دي.

تر دا مهاله په بلوچستان کې ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې د ناامنیو پېښو په دوام تیره ورځ د بلوچستان ایالت په خضدار سیمه کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه چاودنه پرون شنبه د "خضدار" اړوند په "جالوان کمپلیکس" د پاکستاني پولیسو د ګزمې پر موټر شوې ده.

که څه هم د یادو چاودنو مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې د پاکستان بلوچستان کې د ورته چاودنو مسؤلت «تحریک طالبان پاکستان» او یا هم بلوڅ بېلتون پالو ډلو په غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پولیسو په یو مرکز وسله وال برید کې څلور تنه ووژل شول.

دا برید یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په پیښور کې د پولیسو په یو جومات باندې په بمي چاودنې کې څه دپاسه ۸۰ تنه پولیس افسران ووژل شول.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي دغه تازه پېښې پر دا سې مهال رامنځته کیږي چې تیره ډسمبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د اوربند د پای ته رسېدو تر اعلان وروسته په بلوچستان ایالت او نورو سیمو کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.

بلخوا د پاکستان حکومتي خبري ادارې (آی پي پي) تیره اونۍ پخپل راپور کې ویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په تیر دری میاشتو کې په ټول هیواد کې د ترهګرۍ خلاف ۶۹۲۱ نظامي عملیات تر سره کړي چې په وینا یې ۱۴۲ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۷۰۰ تنه نور یې نیولي دي.

د راپور له مخې چې په دغه موده کې ۳۴۱۴ نظامي عملیات یوازې په بلوچستان ایالت کې تر سره شوي چې په خبره یې ۴۰ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۱۲ نور نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG