د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د معتاینو د ټولیدنې مشهور ځای پاک شوی، خو  بیا هم ځنې روږدي لیدل کیږي – ښاروالۍ 


جلال اباد کې د معتاینو د ټولیدنې مشهور ځای پاک شوی، خو  بیا هم ځنې روږدي لیدل کیږي – ښاروالۍ 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د چپرهار هډه چې د نشه يي توکو د روږدو یو مشهور ځای دی د پاکولو چارې یې که څه هم د ښاروالۍ له لوري پیل شوي خو لا هم ډله ډله معتادین پکې لیدل چې نشه يي توکي کاروي. په ورته وخت کې د ښاروالۍ مسؤلین وايي، دا پاتې معتادین به هم له دې ځای د درملنې مرکزونو ته ولیږدوي. 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د چپرهار هډه چې د نشه يي توکو د روږدو یو مشهور ځای دی د پاکولو چارې یې که څه هم د ښاروالۍ له لوري پیل شوي خو لا هم ډله ډله معتادین پکې لیدل چې نشه يي توکي کاروي. په ورته وخت کې د ښاروالۍ مسؤلین وايي، دا پاتې معتادین به هم له دې ځای د درملنې مرکزونو ته ولیږدوي.

د چپرهار هډې د معتادینو د راغونډیدو پدې ځای کې ځايي اوسېدونکي له دې اندېښمن دي، چې ځای یو وار بیا د روږدو په مرکز بدل نشي.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد یاسین امریکاغږ ته وویل، چې د روږدو د شتون له امله به ډیره کله د ګاونډ د کورنیو ماشومان د معتادینو د نشو د استعمال له بوي نه به په تکلیف کې وو او ددغه ځای د پاکولو له چارې خوښ دي.

هغه وايي: ”مونږ به چې کولرې لګولې د دوی بوي به نیغ راته زمونږ کوټو ته. ماشومان به ګنګس پراته و ټول به ګنګس وو. هیڅ نه پوهېدو چې دا څه شی دی، چا به ویل د اوړي وجهه ده خو ټوله خبره د پوډریانو د بویونو وه“.

په همدې حال کې د جلال اباد د ښاروالۍ ویاند وايي، چې دا سیمه به د معتادینو له شتون پاکه کړي او په ځای به یې یو پارک جوړ شي.

د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد مني، چې د سیمې له پاکولو سره سره لا هم په ګلدانونو کې معتادین شته خو د هغه په ویناء له نورو ادارو سره به یو ځای معتادین د درملنې مرکزونو ته ولیږدوي.

بختي جان مراد وايي:”د چپرهار هډې تر څنګ تر انګور باغ پورې چې تېر شل کاله په نشه یان او په ځانګړې توګه پوډریانو لپاره یو خوندی ځای و، اوس پلان دا دی چې دا شنه ساحه ده پارک به جوړېږي او د سرک سیمه ده، مخکې دا ځای د پوډریانو په ځای یادېده او اوس به د پارک لپاره ځوانان ورته راځي“.

په نشو یو روږدی احمد نبي چې د چپرهار هډې په همدې مشهور ځای کې يې هر مهال نشه کوله وايي، خوښ دی چې دا ځای پاک شو، خو غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې د درملنې امکانات هم برابر کړل شي.

احمدنبي وايي: ”په دې عمل باندې اخته یو، غواړو چې تداوي زمونږه وشي، دا ځای خو يې هم زمونږه وران کړ نو باید زمونږ تداوي وشي، په دې باندې خوشحاله یو چې دې ځای باندې ابادي وشي او مونږ ته دې هم زمینه برابره شي چې له دې عمل نه واوړو“.

د چپرهار هډې دا ځای د نشه يې توکو د پېر پلور او کارونې یو تر ټولو لوی مرکز و، چې شپه او ورځ به معتادین په کې وو.

په ننګرهار کې د معتادیو درملنې یوازې یو دولتي روغتون شته، چې د زون په کچه دغه مرکزي ولایت کې د معتادینو شمېر ته په کتلو د ډاکټرانو په ويناء بسنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG