د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا کابینه د ډوبې شوې کښتۍ ځای ته نژدې غونډه کوي؛ دې پېښې کې لسګونه افغانان مړه شول


ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي دې پېښې کې لسګونه افغانان مړه شوي
ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي دې پېښې کې لسګونه افغانان مړه شوي

د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني به نن پنجشنبه مارچ نهمه (کب۱۸) هغې سیمې ته نژدې د کابینې غونډه کوي چې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ په کې ډوبه شوه او شاوخوا ۷۲ تنه په کې مړه شول چې اکثریت یې افغانان وو.

د میلوني په حکومت باندې انتقادونه دي چې د کډوالو په ضد یې سخت دریځه قوانین د پناه غوښتونکو د مړینې لامل کېږي. د فبرورۍ په ۲۶ نېټه یوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۸۰ پناه غوښتونکي په کې سپاره وو ډوبه شوه.

ټاکل شوې چې صدراعظمه میلوني به مړو ته دوعا وکړي او د درناوي مراتب هم وړاندې کړي. دا پېښه د ایټالیا د «کوترو او کروتون» ښارونو ته نژدې ساحل کې شوې ده.

دلته لا هم د قربانیانو عزیزان او ملګري د مړو ترلاسه کولو لپاره ور وران دي. د کروتون د یو لوبغالي د باندې، چې په مخکې یې د مړو تابوتونه کتار اېښودل شوي، یو تصویر ځړول شوی چې په کې په اوبو کې یو ډوب شوی ماشوم رسم شوی او ورسره لیکل شوي دي: «هېچا دوی ونه ژغورل. هغوی باید دوی ژغورلي وای.»

د دغه ښار والي وینسینزو وسي په صدراعظمې میلوني انتقاد کړی و چې د پېښې ځای ته په وخت نه ده ورغلې، نوموړي فرانس پرس اژانس ته وویل: «هیله ده چې د کابینې د غونډې پایله مهمه وي چې په اینده کې د دا ډول تراژیدیو د پېښېدو مخه ونیول شي.»

په پام کې ده چې د کابینې په غونډه کې وزیران ځینې پرېکړې وکړي چې په اساس به یې د انسانانو قاچاق کوونکو ته سختې سزاوې وټاکل شي او همدغه راز بهرنیو کارګرو ته حقوقي لارې اسانه کړل شي.

د ایټالیا حکومت دا انتقادونه رد کړي دي چې ګنې دوی د پناه غوښتونکو د نجات لپاره څه نه دي کړي. په دغې ډوبې شوې کښتۍ کې، چې له ترکیې څخه روانه شوې وه، افغانان، پاکستانیان، ایرانیان او سوریایان ناست وو. څارنوالانو د دغې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت څو ورځې مخکې وویل چې په دې پېښې کې د ۳۲ افغانانو مړي پيژندل شوي دي. سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې څلور تنه نور افغان کډوال د ایټالیا د «کروتون» ښار په روغتون کې بستر شوي دي.

اعلامیه وايي چې د سفیر خالد ذکریا په مشرۍ یو پلاوی د پېښې ځای ته تللی، د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدلي او د دغې پېښې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

په اعلامیې کې راغلي: «ټاکل شوې راتلوونکې اونۍ د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له چارواکو، د سره صلیب د رئیس او غیر دولتي موسسو له مسؤلینو، افغان سوداګرو او پانګوالو او هوايي شرکتونو سره د هغو افغانانو د جسدونو د انتقال په اړه چې کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله د انتقال توان نلري، رسمي غونډه جوړه شي.»

XS
SM
MD
LG