د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۸۰ افغان کډوال مړه شوي


د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو تر پیښې درې وروځې وروسته، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه پېښه کې شاوخوا ۸۰ تنو افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۸ (کب نهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس په د دغه پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ژغورنې کار کوونکو د تیرې یکشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) وویل چې د ایټالیا په ساحل کې د کډوالو د یوې بیړۍ د اوښتو په پېښه کې شاوخوا ۵۸ تنه مړه شوي چې زیاتره یې افغانان دي.

د راپورنو په اساس دې بیړۍ چې د افغانانو برسېره د پاکستان، ایران او سومالیې شاوخوا ۲۰۰ کډوال یې لېږدول، څو ورځې وړاندې له ترکیې حرکت کړی و، او د یکشنبې په سهار د ایټاليا د کلابریا د سیمې په ساحل کې د خرابې هوا له کبله له ډبرو سره وجنګېده.

د ایټالیا د ساحل ساتنې ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل چې د ۴۳ کسانو جسدونه یې موندلي. په اعلامیه کې راغلي: "تر اوسه ۸۰ تنه ژوندي رایستل شوي، ځینو کسانو د بیړۍ له ډوبېدو وروسته پخپله ځانونه وچې ته ایستلي دي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دغه پېښه کې د قرباني شوو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له افغانانو څخه غوښتي چې بهرنیو هیوادونو ته پر قاچاقي او غیر قانوني لارو له سفر څخه ډډه وکړي.

په دغه بیا کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزارت په خیریه بنسټونو او خصوصا د سره صلیب پر نړیوالي ادارې باندي غږ کوي چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کي د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا او نقلولو کې د انساني مکلفیت له مخې خپل مسووليتونه تر سره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم بهرنیو هیوادونو ته پر غیر قانوني لارو د سلګونو افغانانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي. یاد افغانان د ترکیې او یونان په اوبو کې د کښتیو ډوبېدو او یا هم د یو شمېر هیوادونو د پولیسو او انساني قاچاقبرانو لخوا مړه شوي دي.

طالب چارواکي پر داسې مهال د ايټالیا په جنوبي ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د شاوخوا ۸۰ افغانانو د مړینې خبر ورکوي چې د تیرې فبرورۍ په ۱۷ ( سلواغې ۲۸) د بلغاریا چارواکو په دغه هیواد کې په یوې سرپټې لارۍ موټر کې د ۱۸ تنو افغان کډوالو د مړینې خبر ورکړ.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه لارۍ شاوخوا ۴۰ تنو غیرقانوني کډوالو، چې د لرګیو لاندې پټ شوي و سفر کوه. د بلغاریا د ملي راديو ( BNR) د یو راپور له مخې ګمان کیږي، چې کومو کډوالو، چې په دغه لارۍ کې سفر کاوه ټول نارینه او افغانان و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فبرورۍ ۲۴ (کب پنځم) وویل چې بلغاریا کې یې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه کړې چې د عدلي طب د پلټنو وروسته دغه هیواد ته ددغو جسدونو د لیږد لپاره زمینه برابره کړي.

افغانستان څخه په غیر قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو سفر د تیرو کلنو راهیسې دوام لري، خو په وروستیو کلنو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.

XS
SM
MD
LG