د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا کې د غرق شویو کډوالو د پیژندلو بهیر؛ 'د ۳۲ افغانانو هویت تثبیت شوی'


په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د دغه هیواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د مړو شویو کسانو د هویت تثبیتولو بهیر روان دی او په خبره یې تر دا مهاله یې ۳۲ افغانان پيژندل شوي دي.

د غه سفارت د شنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دې ترڅنګ څلور تنه نور افغان کډوال د ایټالیا د «کروتون» ښار په روغتون کې بستر شوي دي.

دغه سفارت زیاته کړې چې د دغه سفارت د سفیر خالد ذکریا په مشرۍ یو پلاوی د پیښې ځای ته تللی او د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدنه کې له هغوی څخه د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د دغه پیښې د قربانیانو د دوستانو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.

په ايټالیا کې د افغانستان سفارت د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت چارواکو د معلوماتو په اساس ویلي چې په دغه غرقې شوې کښتۍ کې شاوخوا ۱۸۰ پناه غوښتونکي سپاره و چې له ډلې څخه تر دا مهاله د ۶۷ کسانو جسدونه پیدا شوي دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت همدارنګه زیاته کړې چې د دغه پیښې د قربانیانو کورنۍ له دوی سره په لیدنه کې ویلي چې د ایټالیا حکومت باید د دوی د مړو شویو عزیزانو جسدونه ژر تر ژره دوی ته وسپاري.

په دغه بیا ن کې راغلي: "ټاکل شوې راتلوونکې اونۍ د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له چارواکو، د سره صلیب د رئیس او غیر دولتي موسسو له مسؤلینو، افغان سوداګرو او پانګولو او هوايي شرکتونو سره د هغو افغانانو د جسدونو د انتقال په اړه چې کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله د انتقال توان نلري رسمي غونډه جوړه شي."

د ژغورنې کار کوونکو د فبروري ۲۶ (کب ۷) وویل چې د ایټالیا په ساحل کې د کډوالو د یوې بیړۍ د اوښتو په پېښه کې شاوخوا ۵۸ تنه مړه شوي چې زیاتره یې افغانان دي.

د راپورنو په اساس دې بیړۍ چې د افغانانو برسېره د پاکستان، ایران او سومالیې شاوخوا ۲۰۰ کډوال یې لېږدول، څو ورځې وړاندې له ترکیې حرکت کړی و، او د یکشنبې په سهار د ایټاليا د کلابریا د سیمې په ساحل کې د خرابې هوا له کبله له ډبرو سره وجنګېده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دغه پېښه کې شاوخوا ۸۰ تنو افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې فبرورۍ په ۱۷ ( سلواغې ۲۸) د بلغاریا چارواکو په دغه هیواد کې په یوې سرپټې لارۍ موټر کې د ۱۸ تنو افغان کډوالو د مړینې خبر هم ورکړ.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه لارۍ شاوخوا ۴۰ تنو غیرقانوني کډوالو، چې د لرګیو لاندې پټ شوي و سفر کوه. د بلغاریا د ملي راديو ( BNR) د یو راپور له مخې ګمان کیږي، چې کومو کډوالو، چې په دغه لارۍ کې سفر کاوه ټول نارینه او افغانان و.

افغانستان څخه په غیر قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو سفر د تیرو کلنو راهیسې دوام لري، خو په وروستیو کلنو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.

XS
SM
MD
LG