د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د پنځو ورځو په معاش، په اونۍ کې د څلورو ورځو کار نظریه

عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

تازه څیړنې ښيي چې په اونۍ کې د پنځو ورځو پر ځای څلور ورځې کار د خلکو روغتیا او هوساینه زیاتوي. خو پوښتنه دا ده چې ایا کاروبارونه او ادارات به وکولای شي چې په څلورو کاري ورځو کې د یوې اونۍ کار بشپړ کړي.

په اونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د ورځې اته ساعته کار کولو او د پنځو ورځو کار په اندازه معاش ترلاسه کولو نظریه د غاښونو ډاکټرې ایریا اوندو ته د خوښۍ وړ خبره ده.

هغه وايي: "له دې سره تاسې کولای شئ خپل نور کارونه سر ته ورسوئ، په کور کې آرام وکړئ او یا د خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ."

مګر په سویلي ډکوټا ایالت کې د ساختماني شرکت مالک جیمز راجرز څلور ورځنۍ اونۍ د خپل کاروبار دپاره ګټوره نه بولي او وايي، اوږدې کاري اونۍ ته اړتیا لري ترڅو کار په وخت سره بشپړ کړي.

په ۲۰۲۲ کال کې، "د څلور ورځنۍ اونۍ " په نوم نړیوالې غیرحکومتي ادارې او ددې ادارې شریکانو په متحده ایالاتو او انګلستان کې دوه شپږ میاشتني ازمایښتي پروګرامونه پلي کړل.

دوی د کمو کاري ساعتونو ډیرې ګټې وموندلې؛ لکه د کارکونکو لږه ستړیا او بې خوبي او په غیر حاضرۍ کې ۶۵ سلنه کمښت.

د څلور ورځنۍ اونۍ د نړیوالې ادارې بنسټ ایښودونکې، شارلټ لوکارټ وویل: "احصايې ښيي چې له دې سره نه یوازې د خلکو روغتیا بهتره کیږي بلکې زموږ د موندنو له مخې، د کاروبار اغېزمنتیا هم په خپل حال پاتې کیږي او یا تر هغه هم ډیریږي."

د امریکا په کانګرس کې د استازو د جرګې دیموکرات غړي مارک تاکانو پدې وروستیو کې یو ځل بیا د معاش کمولو پرته په ټول هیواد کې د ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ رامینځته کولو وړاندیز وکړ. خو تر دې دمه نوموړی د جمهوري غوښتونکو ملاتړ نلري او هغه مني چې ددې تګلارې پلې کول نور کار ته اړتیا لري.

ټاکانو وویل: "دا چاره د نلدوانۍ، ترکاڼۍ او کارخانو د کارکوونکو دپاره توپیر لري. دا چې د دوی ټولو لپاره به انډول څنګه رامنځ ته کیږي، زه ټول ځوابونه نلرم."

د ډیجیټل بازارموندنې او اعلاناتو شرکت Liquified Creative د دوو کلونو دپاره د څلورو ورځو کاري اونۍ تجربه کړې ده. ددې شرکت مشر، شان نوراټیل دا یو ستونزمن سفر وباله.

هغه وویل: "دا د کارکوونکو لپاره خورا ستوزمنه وه، ځکه چې دوی هڅه کوله د ۴۰ ساعتونو کار په ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ کې بشپړ کړي. ټولو کارونو ته رسېدل مشکل وو."

په اونۍ کې د څلورو ورځو کار د اغېزمنتیا په اړه د کافي معلوماتو د نشتوالي له کبله، ټاکل شوې چې په روان کال کې په متحده ایالاتو کې په دې اړه نوې څېړنې پیل شي. د څلور ورځنۍ اونۍ نړیواله موسسه همدارنګه په پام کې لري چې په دې اړه په استرالیا، نیوزیلنډ او برازیل کې هم ازمایښتي پروګرامونه پیل کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG