د لاس رسي وړ اتصالات

دوجاریک: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه صلاحیت لري چې طالبان په رسمیت وپېژني


سټیفن دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند
سټیفن دوجاریک، د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د دغه سازمان د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په خبري ناسته کې د طالبان د رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نشته."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري. نوموړې هیله څرګنده کړه، چې په دې کنفرانس کې به د طالبانو د "رسمیت پېژندلو" په لور "کوچني ګامونه" واخیستل شي.

خو د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې مېرمن محمد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې مخکښه ده. دوجاریک د امینه محمد وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: "هغې د افغانستان په اړه د یوې همغږې نړیوالې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې پکې د اوږدمهاله نظریاتو لپاره د ګډې زمینې موندل او د [طالبانو] اوسني حکومت چارواکو ته د یو واحد پیغام استول شامل دي چې افغانې ښځې باید د خپل حق له مخې د افغانستان په ټولنه کې ځای ولري."

د ملګرو ملتونو د مرستیالې دغو څرګندونو د افغانانو پراخ غبرګونونه پارولي او ځینو یې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.

دوجاریک له طالبانو سره د تعامل په اړه وویل: "د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې آند دی چې د واقعیت، اصولو، ستراتیژیک صبر او انعطاف وړ اصولي تعامل لپاره د چوکاټ رامنځته کول یو بیړنی لومړیتوب دی."

د ملګرو ملتونو ویاند دا ونه ویل چې ایا دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم بلل شوي او که نه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان بیا واکمن شول او له خپلو هغو ژمنو برخلاف چې ویلي يې وو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله به اعتدال غوره کوي، پر ښځو يې ګڼ محدودیتونه ولګول.

په وروستي اقدام کې، طالبانو افغانې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې. سربېره پر دې، طالبانو افغان نجونې او ښځې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو او له کوره بهر په دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار کولو څخه منع کړي دي. تفریحي پارکونو او سپورتي کلبونو ته د ښځو په تګ باندې هم بندیز لګول شوی دی.

تر اوسه د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون چې د طالبانو پخوانی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، هېڅ هېواد د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG