د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر افغانانو د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې جوړول غندلي


یو شمېر افغانانو د ملګرو ملتونو د مرستیالې امینه محمد د هغو څرګندونو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي چې وايي یوه غونډه جوړوي‌ چې په کې د طالبانو «د رسمیت پېژندنې» په اړه بحث وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو له بندیز څه باندې یوه اوونۍ وروسته د دغه سازمان مرستیالې امینه محمد ویلي چې ملګري‌ ملتونه غواړي د طالبانو د «رسمیت پېژندنې» په اړه د بحث لپاره کې یو کنفرانس جوړ کړي. هغې له دغو «افراطي‌ واکمنانو» سره په تعامل هم ټېنګار کړی.

خو د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو، د مدني ټولنو استازو، د مخکني حکومت ځینو غړو او نورو د امینه محمد دا څرګندونې حیرانوونکې بللې او غندلي یې دي.

افغانې شاعرې او د نجونو د تعلیم فعالې شفیقې خپلواک له امینه محمد څخه پوښتنه کړې ده چې په دې اړه وضاحت ورکړي. هغې په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «لطفآ په دې اړه وضاحت ورکړئ. که دا خبره رښتیا وي، نو تاسو موږ زموږ له سپرلي څخه محروموئ، زموږ له خپل هېواد څخه. زموږ له اینده څخه. موږ غواړو چې په خپل ټاټوبي کې ازاد او ارام واوسو او د سپرلي راتګ ونمانځو. زما باور نه کېږي چې تاسو به دا خبره کړې وي.»

د ټولنیزو رسینو یوې بلې فعالې فاطمې عزیز بیا لیکلي‌ دي: « یوه ښځه چې د ملګرو ملتونو په مفشنې ودانۍ کې اوسېږي، لا یې هم له کلیوالو ښځو سره نه دي لیدلي. ماموران یې له کار څخه منع کړل شوي، خو هغه بیا هم هڅه کوي له طالبانو سره مرسته وکړي چې نړیوال رسمیت ترلاسه کړي.»

د فعالانو او عادي‌ افغانانو تر څنګ، د افغانستان د مخکني حکومت ځینو مقاماتو هم د ملګرو ملتونو د دغه پلان په اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د مخکني حکومت د معادنو او پترولیم وزیرې نرګس نهان په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «یوه بله تاریخي تېروتنه. متحدو ایالتونو د سولې د معاملې له لارې زموږ هېواد وپلوره او اوس ملګري ملتونه د خپلو کارونو د روان ساتلو لپاره د افغانستان ټول نفوس قرباني کوي. په یاد یې ولرئ چې د افغانستان خلک به له تاسو سره حساب کوي.»

د افغانستان د ملي امنیت یو پخواني مشر رحمت الله نبیل بیا د طالبانو رسمیت پېژندل له افغانانو سره خیانت بللی دی. هغه لیکلي دي: «د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، له هغو افغان ښځو او اقلیتونو سره خیانت دی چې د هغوی [طالبانو] په واکمنۍ کې یې رنځ ګاللی. دا مهمه ده چې هر ډول پېژندنه د طالبانو له لوري د بشر اساسي حقونو ته له درناوي سره وتړل شي.»

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون افغان استاد عبیدالله بهیر په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې ملګرو ملتونو دا غونډه له پخوا ترتیب کړې وه او دا د طالبانو دخوشحالولو لپاره نه ده.

هغه لیکلي دي: «.. ملګرو ملتونو له څو میاشتو راهېسې د استازو د دغې غونډې د پلان تابیا لرله. خو د اعلان وخت یې بد و، او دا غونډه د طالبانو له بد چلند سره سره د هغوی د خوشحالولو لپاره نه ده. »

نوموړي لیکلي دي دا چې ملګري ‌ملتونه غواړي د طالبانو لپاره لاره برابره کړي چې د رسميت پېژندنې شرایط درک او پوره کړي، «دا کومه ستونزه نه» ده.

نوموړي پوښتلي: «ایا امینه محمد ویلي‌ دي چې له کوم شرط پرته دې طالبان په رسمیت وپېژندل شي او یا دې همدا اوس وپېژندل شي؟ نه.» هغه لیکلي دي چې فکر نکوي طالبان د داخلي مشروعیت له ترلاسه کولو او د اساسي‌ بشري حقونو ته له درناوي پرته دې وپېژندل شي، خو په خبره یې باید ورسره تعامل روان وي.

که څه هم د امینه محمد د دغو څرګندونو په پلمه، ځینو افغانانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر تړون ته په اشارې ویلي دي چې متحدو ایالتونو په افغانستان باندې له طالبانو سره معامله کړې ده، خو د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو دا اقدام ستایلی دی. زلمی خلیلزاد د طالبانو سره تړون ممکن کړ او د امریکا په استازیتوب یې دا تړون لاسلیک کړی دی.

هغه په څو پرلپسې ټویټونو کې ځینې وړاندیزونه هم کړي دي چې یو په کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون بشپړ تطبیقول دي.

خلیلزاد وايي طالب مشران هم د دې تړون په اړه د نظر اتفاق لري، ملګرو ملتونو هم د یو مهم ګام په توګه تائید کړی او د افغانستان د مخکني حکومت ځینو چارواکو هم دا تړون د افغانستان د ستونزو یوه حل لار ګڼلی. امریکایي چارواکي طالبان تورنوي چې د دوحې تړون یې نه دی عملی کړی. په دغه تړون یو مهم شرط دا و چې د افغانستان خاوره به د نورو په ضد نه کارول کېږي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د دوشنبې په ورځ د امریکا د پرینسټون پوهنتون د عامه او نړیوالو چارو په یو سیمنار کې ګډونوالو ته وویل چې تر دوو اونیو پورې به افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په یوې غونډې کې راټول شي. هغې وویل هیله لري هغه واړه ګامونه واخیستل شي چې د طالبانو د «رسمیت» پېژندنې په لوري یې بېرته ور وګرځوي. امینه محمد زیاته کړه: «ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده.»

طالبانو څه باندې یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه. تر دې مخکې یې په نورو حکومت او نا حکومتي ادارو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی وی. دوی همدغه راز، د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي بند کړي‌ او پوهنتون ته یې هم نه پرېږدي‌ او نور کلک بندیزونه یې هم پرې لګولي دي.

د طالبانو د واکمنۍ څخه شاوخوا ۲۰ میاشتې پوره کېږي، خو تر دې دمه لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

XS
SM
MD
LG