د لاس رسي وړ اتصالات

جي-۷ په ملګرو ملتونو او نورو ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیزونو لېرې کېدل غواړي


د جي-۷ یوه غونډه
د جي-۷ یوه غونډه

د نړۍ ۷ بډایه هیوادونو یا جي-۷ د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) په افغانستان کې په ملګرو ملتونو او نورو غیر حکومتي موسساتو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د لګول شویو بنديزونو د "عاجل بدلېدو" غوښتنه وکړه.

د جيد بهرنیو چارو وزیرانو په جاپان کې له درې ورځو خبرو وروسته، په یوې بیانیه کې ویلي: "موږ په عاجله توګه د هغو نه منلو وړ پریکړو د بدلیدو غږ کوو چې په غیر حکومتي موسساتو او ملګرو ملتونو کې د افغان میرمنو د کار د مخنیوي په ګډون، بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته او له اسلام څخه د خپل تعبیر له مخې، نه یوازې نجونې او میرمنې له لوړو زده کړو محرومې کړي بلکې پر افغان میرمنو یې پراخ محدودیتونه هم ولګول.

دغې ډلې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې په کورنیو او بهرنیو غیر حکومتي موسسو کې د میرمنو پر کار بندیز ولګاوه او د اپریل په څلورمه نیټه یې دا لړۍ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفاترو ته هم وغځوه چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر اچیم سټاینر د اسوشیټیډ پریس اژانس ته ويلي، که طالبان قانع نه شي چې ښځو ته په دې سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي.

د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه په سیستماتیک ډول د میرمنو او نجونو د بشري حقونو د نقض او د قومي او مذهبي اقلیتي ډلو د غړو په وړاندې په تبعض نیوکه وکړه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته په یوې اعلامیې کې د جي-۷ د استازو څرګندونې رد کړي دي. نوموړي ویلي:" بهرني هیوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، هغه ارزښتونه او قوانین چې په افغانستان کې پلی کیږي، د افغانانو اړوند دي او د نورو هیوادونو پورې اړه نلري.

مجاهد وویل، بهرني هیوادونه باید له کابل سره د دپلوماتیک تعامل په رامنځ ته کولو سره په افغانستان کې وضعیت مطالعه او په دقیقه توګه وڅاري. هغه زیاته کړې پکار ده چې د نړۍ هیوادونه له هغوی سره په تماس کې واوسي او بیا موقف ونیسي.

طالبان په داسې حال کې له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوي چې د یادې ډلې حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی خو یو شیمر هیوادونو د هغوی دیپلوماتیک استازي منلي او په خپلو هیوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ هم ورسپارلي دي.

XS
SM
MD
LG