د لاس رسي وړ اتصالات

اوبه نشته، فصلونه سوځیږي – د کنړ کروندګر 


اوبه نشته، فصلونه سوځیږي – د کنړ کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

د کنړ د نورګل ولسوالۍ کروندګر وايي، دوی د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او له امله يې ډېر کله فصلونه سوځېږي. 

د کنړ د نورګل ولسوالۍ کروندګر وايي، دوی د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او له امله يې ډېر کله فصلونه سوځېږي.

د دې ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې سپین ږیری سید محمد یو له هغو بزګرو دی، چې په شاو خوا دوه جریبه ځمکه یې غنم کرلي وايي د اوبو نشتوالې له امله يې ډېر وخت فصل سوځېږي.

دی وايي: دا منطقه داسې ده چې اوبه نه ورسېږي او کله سوځېږي. کله سل منه کوي هغه ۴۰منه هم نه کوي او چې اوبه وي نو بیا خپله موسم ته ډېره ښه غله کوي.

سیدمحمد وايي، دوا يې خپله په پیسو له بازاره اخیستې او له دوا وروسته به يې اوبه کوي او سره به ورکوي، تر څو يې حاصلات ښه راشي.

سیدمحمد ګیله من هم دی، چې تر اوسه د دوی شاو خوا سیمو کې کروندګرو ته هیڅ راز مرستې نه دي ورکړل شوي او په وینا يې چې هغه کومې مرستې هم ورځي نو دوی ترې نه خبرېږي.

نوموړی وايي، که له دوی سر د کیمیاوي سرو او غنمو مرستې وشي او تر څنګ يې په اساسي توګه باندې د اوبو بندونو جوړ شي نو کروندې به يې خړوبه او مختلف فصلونه به وکري.

هغه وايي: مونږ سره دې د سرو کمکونه وشي، د غنمو او کوم څه چې د دهقان ضرورت وي نو مونږ سره دې وشي، د دهقان ضرورت خو همدا سره او غنم دي او اوبه ډېرې مهمه دي، اوبه نشته دی په دې منطقه کې باید چې دلته بندونه تیار شي.

د هغه په خبره، چې که چیرته يې د اوبو ستونزه حل شي، نو سبزیجات، مختلفه بڼوالي، لکه د لېمو، مالټې او نورو برخو کې به باغداري وشي او ورسره به د کروندګرو اقتصادي ستونزې هوارې شي.

کونړ سره له دې، چې بهانده سیند لري، خو اکثریت سیمې يې له سیند پورته دي او د اوبو بندونو نه شتون له امله يې ځمکې یا للمي پاتې او یا خلکو په لږو ډېرو شخصي لګښتونو د لمریزې بریښنا له لارې کروندو ته اوبه پورته کړې دي، خو په ټوله کې د کروندګرو ستونزې پر ځای پاتې دي.

XS
SM
MD
LG