د لاس رسي وړ اتصالات

د پيښور ځمکنیو توتانو زمونږ د حاصلاتو بازار کمزوری کړی - د ننګرهار کروندګر 


د پيښور ځمکنیو توتانو زمونږ د حاصلاتو بازار کمزوری کړی - د ننګرهار کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د ننګرهار په سره رود، خوګیاڼو، بټي کوټ، کامې او بهسودو کې پدې وروستیو کلونو کې د ځمکنیو توتانو کر دود شوی خو کروندګر یې شکایت کوي، چې د پيښور د ځمکني توتانو را واردول په مارکیټ کې په ننګرهاري ځمکني توتانو باندې بدې اغېزې لري. 

د ننګرهار په سره رود، خوګیاڼو، بټي کوټ، کامې او بهسودو کې پدې وروستیو کلونو کې د ځمکنیو توتانو کر دود شوی خو کروندګر یې شکایت کوي، چې د پيښور د ځمکني توتانو را واردول په مارکیټ کې په ننګرهاري ځمکني توتانو باندې بدې اغېزې لري.

د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې قادرخان د ځکنیو توتانو یو کروندګر دی، چې په شاو خوا اته جریب ځمکه يې کرلی فصل حاصل ته رسېدلی او اوس يې په را ټولولو بوخت دی.

هغه زیاتوي چې په دې ځمکو پخوا کوکنار کرل کېدل خو سږ کال يې چې دوی اجاره نیولې نو ځکني توتان يې کرلي او دا يې لومړی حاصل دی.

دی که څه هم د ځمکنیو توتانو عوایدو ته هیله مند دی، خو وايي چې بازار يې د تېرو کالونو په پرتله ډېر خراب دی.

هغه وویل:”دا پيښور مالونه راځي. چې هغه رانشي بیا زمونږ بازار ډیر ښه دی. خو هغه اوس راځي زمونږ بازار یې ډیر کمزوری کړی دی.“

هغه وايي، د ننګرهار او د پيښور د توتانو ترمنځ ډېر توپېر وي، ځکه دا کلک او تازه وي مګر د پېښوري هغه تر دې ځای ډېر خراب شوي وي، مګر بیا يې هم بازار کې د ازارنه نرخ له امله خلک اخلي.

د ځمکني توتانو کروندګر دا کښت د کوکنارو په ځای یو ښه بدیل بولي.

قادر خان وویل: "تېرو کالو کې خو دلته کوکنار وو. سږ کال مونږ اجاره نیولې نو تاسې ګورئ چې توت زمیني مو پکې کرلي دي، د کوکنارو نه د دې ګټه ډېره ده. یو خو دا چې حلال دی او بل دا چې مونږ ته يې د پیسو له پلوه هم ګټه ډېره ده."

د قادر خان په خبره، چې د کوکنارو کروندګر درې څلور کاله آپین په کورنو کې ساتي او یو ځلي يې خرڅوي چې هغه ګټه ورته ډېره ښکاري، مګر په باور يې چې د ځمکنیو توتانو عواید د هغوی په پرتله څو برابره ده.

قادر خان یوه بله ګیله دا لري، چې د باکیفیته تخمونو، کیمیاوي درملو نه شتون يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه دوی اړ دي، چې له پېښوره ښه درمل راوړي او په خپلو شخصي لګښتونو يې کروندو کې شېندې.

هغه وايي، که واکمن چارواکي د کروندګرو د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او اوبوخور سیستم ستونزې حواري کړي، نو کروندګر به په خپل اقتصاد ودرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال به ورسره په کرونده کې تر ۷۰ پورې کاریګر بوخت و، خو اوس چې نظام بدل شوی، کروندګر په اقتصادي توګه ځپل شوي دي، نو ایله اته یا نهه مزدوران ورسره بوخت دي.

XS
SM
MD
LG