د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي متشبثینو د اپریل په میاشت کې ۲۵۳ زره کسان استخدام کړي 


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د امریکا په متحده ایالاتو کې متشبثینو د روان کال د اپریل په میاشت کې ۲۵۳ زره کسان په دندو وګومارل چې دا په دې هیواد کې د کاري ځواک لپاره شته اړتیا څرګندوي.

په متحده ایالاتو کې په سلګونو زرو کسان په داسې حال کې استخدام شوي چې د بانکونو د سود د نرخونو د لوړوالي، لوړ انفلاسیون او احتمالي بانکي بحران په اړه اندیښنې شته چې ښایي د دې هیواد اقتصاد کمزوری کړي.

د متحده ایالاتو د کار وزارت د جمعې په ورځ د مۍ پنځمه (غوایي ۱۵) راپور ورکړ چې په متحده ایالاتو کې د بیکارۍ کچه ۳.۴ سلنې ته رسیدلې چې په تیرو ۵۴ کلونو کې ترټولو ټیټه کچه وه. خو په امریکا کې د بیکارۍ د دغې ټیټې کچې یو لامل دا دی چې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې ۴۳ زره کسان د بشري ځواک له طبقه بندۍ څخه ایستل شوي او کار یې پرېښودلی دی.

د اقتصاد له نظره بشري ځواک هغه چا ته ویل کیږي چې د کار کولو وړتیا ولري، کار کول غواړي او د کار په لټه کې وي. خو که انسان د کار په لټه کې نه وي، سره له دې چې د کار کولو وړتیا لري او کار کولو ته لیواله هم دی، د بشري ځواک برخه نه ګڼل کیږي.

د متحده ایالاتو د کار وزارت په وینا، د کارکوونکو استخدام په اپریل کې پیاوړی و، مګر په فبروري او مارچ کې له هغې کچې ښکته وو چې تمه یې کیدله. د فبرورۍ او مارچ په میاشت کې په ترتیب سره ۲۴۸۱۶۵ کسان په دندو ګومارل شوي و. د ساعت مزد هم سږکال د اپریل میاشت کې د تیر کال د جولای میاشتې په پرتله په چټکۍ سره زیات شوی، یو داسې وضعیت چې د انفلاسیون کچه لوړوي.

که څه هم د متحده ایالتو فدرالي زیرمو د ټیټ انفلاسیون له امله د سود نرخونه په شدت سره لوړ کړي، د کار بازار ثابت پاتې دی؛ د کارګرانو ګوښه کول په نسبتا ټیټه کچه کې دي او د کار پیدا کول نسبتا لوړ پاتې شوي.

سره له دې چې د بانک د سود نرخونو لوړولو لپاره د مرکزي بانک اقدام ځینې سکتورونه اغیزمن کړي، په ځانګړې توګه د کور پیرودلو او پلور بازار، چې په امریکا کې ترټولو ستره کورنۍ پانګه اچونه بلل کیږي. مګر په متحده ایالاتو کې د کار بازار ثابت پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG