د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بریښنایي موټرو تولید زیاتوي


امریکا د موټرو د لوګي د مخنیوي دپاره نوي سخت معیارونه پلي کوي او تمه کیږي چې دا کار برقي موټرو ته توجه زیاته کړي.
امریکا د موټرو د لوګي د مخنیوي دپاره نوي سخت معیارونه پلي کوي او تمه کیږي چې دا کار برقي موټرو ته توجه زیاته کړي.

متحده ایالاتو پتېیلې ده چې په دغه هېواد کې د برېښنايي موټرو شمېر زیات کړي او تر ۲۰۳۲ کال پورې په امریکا کې د تولیدېدونکو موټرو دوه پر درېیمه برخه برېښنايي موټر وي.

په همدې تړاو د بایډن ادارې دا اونۍ د موټرو د لوګي د مخنیوي دپاره د نویو محدودیتونو د پلي کولو خبر ورکړ.

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) د هیواد په کچه د هوا د کیفیت د ښه کولو په موخه د موټرو د لوګي دپاره د معیارونو لوړولو طرحه اعلان کړه.

د موټرو د لوګي د کمولو دپاره دا د امریکا په تاریخ کې ترټولو لوړ معیارونه ګڼل شوي او تمه کیږي چې برقي موټرو ته به د موټر جوړوونکو او پېرودونکو توجه زیاته کړي.

چارواکو ویلي چې دا معیارونه به د کاربن ډای اکسایډ په تولید کې نږدې ۱۰ میلیارد ټنه کمښت راولي، چې دا په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې د تولید شوي کاربن ډای اکسایډ د مجموعي اندازې دوه چنده زیاته ده.

د چاپیریال ساتنې اداره اټکل کوي چې تر ۲۰۳۲ کال پورې به په امریکا کې د پلورل کېدونکو موټرو ۶۷ سلنه برېښنايي موټر وي. په داسې حال کې چې اوس مهال دا اندازه یوازې اووه سلنه ده.

د کولمبیا پوهنتون د اقتصاد څانګې استاد ایریک ویرهوجین دا اټکل خوشبینانه بولي. هغه وايي: "دا ډېر لوی ګام دی. په ورته وخت کې موږ د اقلیمي بدلون د ناورین د مخنیوي لپاره دغسې لویو ګامونو ته اړ یو."

د کاونټرپارټ ادارې او اروپايي کمیسیون د معلوماتو له مخې، په اروپايي هیوادونو او چین کې دا وخت ۲۰ سلنه برېښنايي موټر پلورل کېږي.

د نیوجرسي پوهنتون د چاپیریال ساتنې استاد پنکاج لال وايي، اقلیمي بدلون یوه نړیواله غمیزه ده او د مهارولو اقدام یې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د بایډن اداره وايي، که د موټرو د لوګي د کمولو وړاندې شوې طرحه تصویب شي، امریکایان به د تېلو د لګښت له اړخه یو ټریلیون ډالر وسپموي. خو د هیله مندۍ ترڅنګ په دې هکله ځینې اندېښنې هم شته چې ایریک ویرهوجین یې یو اړخ د مارکېټ د غبرګون په هکله د ډاډ کمښت ګڼي.

هغه وايي: "ایا پېرودونکي غواړي چې برېښنايي موټر وپېري؟ ایا بیې به یې په زیاته اندازه راولوېږي؟ ایا په کافي اندازه هغه مواد به موجود وي چې د برېښنايي موټرو د بېټریو په جوړولو کې کارېږي؟ آیا په پوره شمېر د چارجولو مرکزونه به جوړ شي؟"

سره له دې چې شنونکي د موټرو په صنعت کې ددغو بدلونونو ملاتړ کوي خو بله اندېښنه یې دا ده چې وايي، د امریکا ۶۰ سلنه برېښنا د فوسیلي تېلو څخه تولیدیږي. ایریک ویرهوجین وايي د برېښنا د بیې په اړه باید ډاډ رامنځ ته شي او له دې اړخه تر هغه ډېر زیان پېښ نه شي د کوم زیان د مخنیوي لپاره چې دا بدلون راوستل کېږي.

نوموړی زیاتوي: "د برېښنا تولید هم باید په نوې کېدونکې انرژۍ واړول شي او دا هم جدي اړتیا ده."

په امریکا کې په لومړي ځل د نوې کېدونکې برېښنا سرچینې مخ پر زیاتېدو دي او د ډبرو له سکرو څخه د تولیدېدونکې برېښنا په پرتله یې کچه لوړه شوې ده.

د چاپیریال ساتنې ادارې له لوري د موټرو د لوګي د محدودلو په موخه د نویو معیارونو طرحه د تصویب دپاره کانګرس ته وړاندې کیږي او پتېیل شوې ده چې کانګرس ورباندې د مې د میاشتې په پیل کې غور وکړي.

XS
SM
MD
LG