د لاس رسي وړ اتصالات

د سیاسي علومو استاده چې اوس په پاکستان کې د سړک په سر خواړه پلوري


انیسه امیني په اسلام اباد کې
انیسه امیني په اسلام اباد کې

افغانه مېرمن انیسه امیني چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د ګڼې ګوڼې په ډک یو بازار کې پيرکي، آشک او منتو پلوري، وايي، د خپل کور او ماشومانو د زده کړو د لګښتونو پوره کولو لپاره مجبوره ده چې شپه او ورځ کار وکړي.

امیني له خپلو درې زامنو او یوې لور سره په اسلام اباد کې اوسیږي چې هغوی هم ورسره په کار کې مرسته کوي. مېرمن امیني وايي مېړه یې مړ شوی او د تیرو اوو کلونو راهیسې یې د اولادونو روزنه په غاړه ده. هغه زیاتوي: "ډيره سخت ده کله چې نارينه او ښځينه کار کوي. اولادونه مې کمپيوتر نلري وايې مورې موږ کمپيوتر نلرو. هره ورځ نور زده کوونکې کانتين ته ځي څه خورې خو دوی سره پيسې نه وي چې څه وخوري او دا ورته ډيره سخت ده".

نوموړې د سیاسي علومو فارغه ده او په افغانستان کې د ۱۱ کلونو تدریس او د بشري حقونو په برخه کې د کار تجربه لري. خو وايي اوس په اسلام اباد کې د خپلو ماشومانو د روزنې او ښه راتلونکي لپاره د خپل لاس تيار شوي خواړه پلوري.

هغه وايي: "ددې دپاره چې اولادونه مې بی لارې لوی نشي، خپل ځان مې په زحمت کړ. خپله سودا راوړم، ټول مسوليت مې په خپله غاړه اخیستی، تر څو اولادونه مې او زه په عزت سره ژوند وکړو".

انيسه اميني په ۳۰ زره کلدارو کرايه کور کې اوسيږي. وايي په پاکستان کې راغلي انفلاسيون له امله يي پدې روزګار کې د کور خرڅ خوراک هم نه پوره کيږي.

امیني وايي: "لومړی کوښښ کوم چې د کور کرايه پيدا کړم ، ځان ته جلا پخلی نه کوو، ميوه نه خورو ، پيسې ټولوو تر څو د کور کرايه پوره کړو چې له کوره مو ونه باسي . هماغه خرڅلاو لپاره پخ شوي پیرکي خورو. یواځې کله مو چې د کور کرايه پوره کړه بيا خپله ځانته کوم څه پخوو."

د انيسې اميني دویم زوى امير حمزه په داسې حال کې هندوانې پلوري چې د ده د عمر هلکان په لوبو بوخت وي.

میرمن امیني وايي، په پاکستان کې د قانوني اسنادو لرلو باوجود افغان کډوال په وړو او لویو کاروبارونو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: "څو ورځي د يو دوکان مخې ته ودريدو هلته د کباب پخولو دود وو خپله مې هم د ساه لنډۍ تکليف پيدا کړ او زوی مې امير حمزه هم. زمونږ کراچی دوکاندار دی خوا هغې خوا کوي زه په ژاړه سره خپل کار کوم."

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا وخت درې مليونه ثبت شوي او غير ثبت شوي افغانان مېشت دي.

XS
SM
MD
LG