د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو کس اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو وژل شوی 


د دغې پېښې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې
د دغې پېښې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې

په پاکستان کې چارواکو نن یکشنبه مۍ اوومه (غوايي۱۷) وویل چې د «تحریک انصاف پاکستان» د ملاتړو په غونډه کې یو کس اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو وهلو وژل شوی دی.

د دغې پېښې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې په لویه کچه خپره شوې ده. په ویدیو کې پولیس هم ښودل کېږي چې هڅه کوي قرباني شوی کس د خلکو له منګولو څخه وژغوري. پېښه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د مردان د ساولدهیر په سیمه کې شوې ده.

پولیس وایي چې د وژل شوي کس نوم نګار عالم دی، وايي له هغه غوښتل شوي وو چې د عمران خان د ملاتړ د یوې غونډې اختتامیه دوعا وکړي، خو خلک یې په دوعا او وینا پارېدلي وو. پولیسو دقیق نه دي ویلي چې هغه په خپلو خبرو کې څه ویلي دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي دي چې هغه یو سیاستوال د خپلې سیمې لپاره «پیغمبر» ګڼلی و.

پولیس وايي چې نګار عالم له سیمې څخه تښتېدلی و، خو خلکو بیا د یو خپلوان په کور ګېر کړی و. د پولیسو یو مشر نجیب الرحمن وايي خلک د دیوالونو له لارې په کور اوښتي او هغه یې په لرګیو وهلی، کړولی او وژلی دی.

وايي د قهرېدلو خلکو کنټرول ډېر ستونزمن و. عمران خان په دې غونډې کې نه و او د هغه د ګوند مشرانو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی یوه حساسه موضوع بلل کېږي او عاملینو ته یې د مرګ سزا ټاکل شوې ده. په ځینو قضیو کې ځینو خلکو نور د اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن کړي او بیا یې وهلي او وژلي دي.

د متحدو ایالتونو د ادیانو د ازادۍ کمېسیون د خپل ۲۰۲۲ کال په راپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د نه سپکاوي قانون افراطیانو ته زمینه برابره کړې او هغوی یې تشویق کړي، چې د مجازاتو له ویرې اقدامات وکړي، په اسانه اقلیت مذهبونه او هغه خلک چې د افراطیانو خلاف نظرونه لري، په نښه کړي.

د ټولنیز عدالت د معلوماتو په اساس له ۱۹۸۷ کال راپدیخوا په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي او له هغې ډلې څخه یې ۸۸ کسانو د خلکو له لوري وهل شوي او وژل شوي دي. د بشري حقونو ډلې وايي چې په پاکستان کې اسلام ته د نه سپکاوي قانون معمولآ شخصي تربګني او د اقلیتونو د پیروانو د نښه کولو لپاره کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG