د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یوې محکمې یو تن مقدساتو ته د سپکاوي په جرم په اعدام محکوم کړ


د پيښور عالي محکمه
د پيښور عالي محکمه

د پاکستان په شمال لودیځ کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې یو مسلمان کس د وټز اپ په یو ګروپ کې اسلام ته د سپکاوي د ډکو موادو د خپرولو له امله تر مجرم پيژندلو وروسته په مرګ محکوم کړ.

مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې یو ډیره لویه حساسه موضوع ده، حتی نه اثبات شوي تورونه هم کولی شي خلک راوپاروي او تاوتریخوالي رامنځ‌ ته کړي.

په پیښور کې یوې محکمې د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) سید محمد ذیشان، د الکترونیکي جرایمو د مخنیوي او د ترهګرۍ ضد قانون له مخې مجرم وپيژاند.

د محکمې په حکم کې چې یوه کاپي‌ یې د فرانسې خبري آژانس ترلاسه کړی لیکل شوي:‌"تورن سید محمد ذیشان د سید ذکا الله زوی چې په قید کې دی تر مجرم پيژندل کیدو وروسته په مرګ محکوم شو."

ذیشان چې د مردان اوسیدونکی دی نه یوازې ۱.۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارې جریمه شوی بلکې په ۲۳ کاله بند هم محکوم شوی دی. خو نوموړی د استیناف غوښتلو حق لري.

د سید محمد ذیشان سلاکار د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا قضیه وروسته له هغه راپورته شوه چې د پنجاب ایالت د تالاګنګ یو اوسیدونکي محمد سعید دوه کاله مخکې د فدرالي تحقیقاتو ادارې ته په یو شکایت لیک کې ذیشان د وتز اپ په یو ګروپ کې له سپکاوي څخه د ډکو موادو په خپرولو تورن کړ.

نوموړي وویل چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې د ذیشان د ټیلفون تر کتلو او څیړنو وروسته، دا ثابته کړه چې نوموړی مجرم دی.

که څه هم د پاکستان په قوانینو کې مقدساتو ته سپکاوی منع دی او کیدای شي د مرګ احتمالي سزا هم ولري، خو تر اوسه په دې جرم څوک اعدام شوي ندي.

په اکثریت مواردو کې مسلمانانو په نورو مسلمانانو تور لګولی خو د بشري حقونو مدافعینو خبرداری ورکړی چې مذهبي اقلیتونه په خاص ډول عیسویان ډیری وختونه په داسې قضیو کې ښکیل شوي دي.

په پاکستان کې د عدالت او سولې په نامه د بشري حقونو او حقوقي مرستې د ملي کمیسیون په وینا، په تیرو ۲۰ کلونو کې ۷۷۴ مسلمانان او ۷۶۰ د نورو مختلفو مذهبي ډلو غړي مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG