د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کلنۍ بودیجه څو برابره زیاته کړې


د افغانستان د کرکټ یو مینه وال
د افغانستان د کرکټ یو مینه وال

د کرکټ نړیوالې شورا د بودېجې د وېش په نوي پلان کې افغانستان ته په کال کې «۱۶.۸۲ میلیون ډالر» بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

دا بودیجه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۷ کالونو ترمنځ ورکول کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ یو مقام امریکا غږ ته ویلي دي چې دا بودیجه د کرکټ د نړیوالې شورا د بورډ د غړو په تېرې غونډې کې منل شوې ده.

په دغې غونډې کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم ګډون کړی و.

د کرکټ نړیواله شورا اوس افغانستان کې شاوخوا ۴.۵ میلیون ډالر د کال بودیجه ورکوي.

د نړیوالې شورا د ۱۲ بشپړو غړو هېوادونو د بودیجې د وېش راپور د کرکټ مشهور ویبسایټ اس پي ان کریک انفو هم ورکړی دی.

تر ټولو ډېره بودیجه د هند ده چې ۲۳۱ میلیون ډالر کېږي. ورپسې د انګلنډ ده چې ۴۱.۳۳ او درېیم استرالیا ده چې ۳۷.۵۳ میلیون ډالر بودیجه اخلي.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې حساب هند تر ټولو ډېره او افغانستان ته تر ټولو کمه بودیجه ټاکلې ده.

دا بودیجه د کرکټ په پراختیايي، پرمختیايي، لوبو، نورو هېوادونو سره د سیریزونو په برابرولو او دا ډول نورو چارو لګول کېږي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دولسم بشپړ غړی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG