د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ډېر عاید لرونکي لوبغاړي، رونالډو تر میسي مخکې دی 


د نړۍ لس لوبغاړي چې ډېر عواید لري
د نړۍ لس لوبغاړي چې ډېر عواید لري

د فوربس مجلې د نړۍ د لسو هغو لوبغاړو لست خپور کړی دی چې د ۲۰۲۲ د مۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۳ د مۍ تر لومړۍ نېټې پورې یې تر نورو لوبغاړو ډېر مالي عواید ترلاسه کړي دي.

د لست په سر کې د فوټبال مشهور ستوری کریستیانو رونالډو دی او د لست په اخر کې د امریکا د باسکتبال یو لوبغاړی دی. په دغو لسو لوبغاړو کې تر ټولو ځوان لوبغاړی د فرانسې د فوټبال ستوری کیلیان امباپې دی او تر ټولو مسن یې د متحدو ایالتونو د ګلف لوبغاړی فیل مکلسن دی.

د فوربس مجلې د لوبغاړو د عوایدو سرچېنې په دوو برخو وېشلي دي: د لوبو د میدان او د میدان څخه د باندې. د لوبو د میدان عواید د لوبغاړو معاشونه، جایزې او ډالۍ دي. د لوبو د میدان څخه د باندې عواید د بېلابېلو تجارتي شرکتونو مالي ملاتړي، په تجارتي اعلانونو کې د لوبغاړو څرګندېدل او دا ډول نور فعالیتونه رانغاړي.

په دغه لست کې د کرکټ یو لوبغاړی هم نشته او د امریکا د باسکتبال لوبغاړي په کې ډېر دي.

کریستیانو رونالډو

د فوربس مجلې د نړۍ د لسو ډېرو عواید لرونکو لوبغاړود لست په سر کې د پرتګال د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبغاړي کریستیانو رونالډو نوم دی. ده په یو کال کې ۱۳۶ میلیون ډالر عواید لرل، چې ۴۶ میلیون د لوبو او پاتې نور یې د نورو تجارتي او سوداګریزو قراردادونو او فعالیتونو له لارې ترلاسه کړي دي.

رونالډو تېرکال د نومبر په میاشت کې د انګلنډ د منجستر لوبډلې سره خپل قرارداد لغوه کړ او د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې په لوړ قرارداد باندې د سعودي عربستان د النصر لوبډلې ته ولاړ چې ورسره یې عواید هم لوړ شول.

رونالډو په ټولنیزو رسنیو، فیسبوک، انستاګرام او ټویټر کې تر بل هر لوبغاړي ډېر مینه وال او څاروونکي لري چې د فوربس مجلې د راپور په اساس شمېر یې ۸۵۰ میلیون ته رسېږي. دی له دې لارې هم کافي‌عواید ترلاسه کوي. رونالډو ۳۸ کلن دی.

لیونل میسي

کریستیانو رونالډو او لیونل میسي په نړۍ کې د فوټبال دوه مشهور ستوري بلل کېږي. د میسي په مشرۍ د ارجنټاین ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ د فوټبال نړیواله اتلولي وګټله، خو په شخصي لحاظ میسي تر رونالډو کم عواید لري.

د فوربس د راپور په اساس، لیونل میسي‌ ۱۳۰ میلیون عواید لرل چې ۶۵ یې د فوټبال سیالیو او قراردادونو له لارې ترلاسه کړي او پاتې نور یې له نورو تجارتي معاملو څخه ترلاسه کړي دي. ویل کېږي چې شاید میسي بېرته د بارسلونا کلب ته ولاړ شي، یا سعودي کې له فوټبال لیګ سره یو ځای شي‌ او یا هم امریکا کې. دی اوس د پاریس سینټ-جرمن له کلب سره لوبېږي. میسی ۳۵ کلن دی.

کیلیان امباپې

د فوربس په لست کې درېیم لوبغاړی چې ډېر عواید یې ترلاسه کړي،‌ د فرانسې د ملي لوبډلې لوبغاړی کیلیان امباپې دی. د ده عواید ۱۲۰ میلیون دي،‌ چې ۱۰۰ میلیون یې د لوبو له لارې او پاتې یې نور یې د لوبو د میدان څخه د باندې ترلاسه کړي دي. امباپې د فوټبال د کلبونو څخه په لوړ قیمت قراردادونه ترلاسه کړي او دا مهال له میسي ‌سره یو ځای د پاریس سینټ-جرمن کلب سره لوبېږي. د امباپې ۲۴ کلن او په دغه لست کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی.

لیبران جیمز

د امریکا د متجدو ایالتونو د باسکتبال مشهور لوبغاړی لیبران جیمز ۱۱۹.۵ میلیون ډالر عواید لرل. ده ۴۴.۵ میلیون عواید د لوبو له لارې او ۷۵ میلیون نور له تجارتي معاملو او قراردادونو څخه ترلاسه کړي دي. د فوربس مجلې د جون په میاشت کې هغه په رسمي ډول یو میلیاردر لوبغاړی اعلان کړ. دی د امریکا د لاس انجلس لاکر لوبډلې ته لوبېږي. لیبران جیمز ۳۸ کلن دی.

کانیلو الواریز

د مکسیکو د سوک وهني مسلکي لوبغاړی کانیلو الواریز د فوربیس مجلې د لسو ډېرو عواید لرونکو لوبغاړو په لست کې پنځم مقام لري. ده ۱۱۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کړي چې ۱۰۰ میلیون یې د لوبو له لارې او پاتې یې د نورو فعالیتونو له لارې وو. کانیلو الواریز ۳۲ کلن دی.

ډستن جانسن

د امریکا د متحدو ایالتونو د ګلف لوبغاړي ډستن جانسن ۱۰۷ میلیون عواید لرل. د فوربس مجله وايي چې ده یوازې پنځه میلیون ډالر د تجارتي او نورو سوداګریزو فعالیتونو له لارې ترلاسه کړي دي. ده تېرکال د یوې اتلولۍ په ګټلو سره ۳۵.۶ میلیون ډالر جایزه ترلاسه کړه. ډستن جانسن ۳۸ کلن دی.

فیل مکلسن

له جانسن څخه وروسته، د متحدو ایالتونو د ګلف بل لوبغاړی فیل مکلسن هم د فوربس د مجلې د ډېرو عواید لرونکو لوبغاړو د لست په سر کې دی. مکلسن ۱۰۴ میلیون ډالر عواید لرل چې یوازې دوه میلیون یې د تجارتي اعلانونو او قراردادونو له لارې ترلاسه کړي. دی د نورو لوبغاړو په پرتله مسن دی، ۵۲ کاله عمر لري.

سټیفن کري

د امریکا د باسکتبال د بل لوبغاړي سټین کیري عواید ۱۰۰.۴ میلیون ډالر و. ده ۴۸.۴ میلیون د لوبو له لارې او پاتې نور یې د نورو تجارتي فعالیتونو له لارې ترلاسه کړي دي. دا اول ځل دی چې د ده عواید تر ۱۰۰ میلیون ډېرېږي. دی ۴۸.۱ میلیون ډالر معاش لري چې د امریکا د باسکتبال په سیالیو کې تر ټولو لوړ معاش دی. سټیفن کري ګولډن سټیټ واریرز لوبډلې ته لوبېږي او ۳۵ کلن دی.

راجر فیدرر

ښايي د ټینس لوبې اکثریت مینه وال د سویزرلنډ د لوبغاړي راجر فیدرر له نوم او څېرې سره اشنا وي. ده ۹۵.۱ میلیون ډالر عاید لرل، چې ۹۵ میلیون یې د لوبو له میدان څخه د باندې د نورو فعالیتونو له لارې ترلاسه کړي او یوازې ۰.۱ میلیون ډالر یې د لوبو په میدان کې ګټلي دي. فیدرر ۴۱ کلن دی.

کیون دورانت

د امریکا د متحدو ایالتونو د باسکتبال بل لوبغاړی کیون دورانت هم د فوربس په دغه لست کې ځای خپل کړی دی. دورانت د دغه لست لسم لوبغاړی دی چې ۸۹.۱ میلیون ډالر عواید لري. ده ۴۴.۱ میلیون ډالر د لوبو په میدان او پاتې نور یې د نورو فعالیتونو له لارې ترلاسه کړي دي. دی د فینکس سنز لوبډلې ته لوبېږي او ۳۴ کلن دی.

XS
SM
MD
LG