د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په ځانګړو تشریفاتو سپینې ماڼۍ ته د مودي هرکلی کوي


بایډن په ۲۰۲۱ کال کې هم په سپينې ماڼۍ کې د مودي هرکلی کړی و
بایډن په ۲۰۲۱ کال کې هم په سپينې ماڼۍ کې د مودي هرکلی کړی و

ټاکل شوې چې د جون د میاشتې په ۲۲ نېټه به د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په سپينې ماڼۍ کې د یو لړ ځانګړو تشریفاتو په ترڅ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ووايي.

سپینې ماڼۍ نن چهارشنبه مۍ لسمه (غوايي۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د نریندرا مودي سفر به د «هند په اقیانوسیې کې د ازادې، پرانېستې او با امنه حوزې» په اړه د هند او متحدو ایالتونو «مشترک تعهد» قوي کوي.

امریکایي مقامات وايي د دغه سفر هدف د دفاعي مشارکت په ګډون د دواړو هېوادونو د اړیکو قوي کول دي.

نریندرا مودي په مشرۍ د هند ملتپاله ګوند د رسنیو د محدود کولو او د مسلمان اقلیت د ځپلو له کبله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ دی.

واشنګتن له ډېر وخت راهېسې له نوي ډیلي سره د اړیکو د پیاوړتیا هلې ځلې کوي چې له هغه څخه په سیمه کې د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ د کنترول لپاره ګټه واخلي، نوي ډيلی هم له چین سره د سرحدي ستونزو د اندېښنو له کبله له واشنګټن سره د اړیکو غښتلتیا غواړي.

له دې هر څه سره سره، اوکراین د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د یوې ننګونې په توګه رادبره شوی دی. هند، چې له روسیې سره زړې اړیکې لري، په اوکراین کې د جګړې ختمولو غوښتنه کړې ده، خو په هغه هېواد باندې یې د روسیې یرغل غندلی نه دی.

ټاکل شوې چې په سپینې ماڼۍ کې به د نریندرا مودي ځانګړی هرکلی وشي چې د ماښام ډوډۍ هم په کې شامله ده. تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول ته په سپينې ماڼې کې ځانکړې مراسم نیول شوي وو.

نوي ډیلي هم واشنګټن ته د مودي سفر تاریخي بللی دی. ولسمشر بایډن د ۲۰۲۱ د سپتمبر په ۲۴ نېټه هم په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ویلي وو او ملاقات یې ورسره کړی و.

XS
SM
MD
LG