د لاس رسي وړ اتصالات

دوه افغانې مېرمنې د فوربس مجلې د وتلو څېرو په توګه وپیژندل شوې


ښې اړخ ته سمیه توره او سارا واحدي
ښې اړخ ته سمیه توره او سارا واحدي

سږ کال د فوربس اقتصادي مجلې تر ۳۰ کلونو ښکته عمر لرونکو اغیزناکو کسانو په نوملړ کې، د دوو افغان مېرمنو سارا واحدي او سمیه توره نومونه لیدل کیږي.

د فوربس مجله هر کال په نړیواله کچه د داسې ځوانو شخصیتونو نوملړ خپروي چې د کار او نوښت په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړنې ولري او په ټولنه کې یې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي وي.

د فوربس مجلې په وینا، سارا واحدي د "احتساب" اپلیکیشن په جوړلو سره په افغانستان کې له خلکو سره مرسته کوي څو ددغه اپلیکیشن له لارې، په واټونو کې د خنډونو، وسله والو بریدونو، چاودنو او نور امنیتي ګواښونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

نوموړې دغه اپلیکیشن په ۲۰۲۰ م کال کې هغه مهال جوړ کړ چې د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې وې.‌ دغه اپلیکیشن خپلو کاروونکو ته هغه ځایونه ښيي چیرې چې د کومې پيښې په اړه رپوټ ورکړل شوې وي.‌ هغوی همدارنګه کولای شي له دې لارې خپل معلومات شریک کړي.

همدا شان په ۲۰۲۱م کال کې د سارا واحدي نوم د ټایمز مجلې د ځوانو رهبرانو په کتار کې راغې او په ۲۰۲۲م کال کې یې بیا نوم د ماساچوسیټ د معلوماتي ټکنالوژۍ تر ۳۵ کلونو ښکته عمر لرونکو نوښتګرانو په نوملړ کې ولیکل شو.‌

نوموړې وویل، ویاړي چې نوم یې د فوربس مجلې له خوا د اغیز لرونکي شخص په توګه غوره شوی دی.‌

هغې په یوه ټویټ کې لیکلې: "په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د یوې لومړنۍ اجرائیوي مدیرې په توګه خپله دنده بولم چې افغان ښځو ته د ټکنالوژۍ په برخه کې ارتقا ورکړم. ویاړم چې نږدې پنځوس سلنه ښځې د احتساب ټیم چارې سنبالوي. دغه ویاړ د دوی له هرې یوې سره شریکوم.‌"

سیمه توره، دویمه افغانه مېرمنه ده چې د فوربس اقتصادي مجلې له ۳۰ کلونو ټیټو اغېز لرونکو کسانو په نوملړ کې یې نوم راغلی دی.

د فوربس مجلې د نوموړې په هکله لیکلې دي چې هغې له خپل پلار سره د کډوالۍ د پیچلي بهیر کې د مرستې په موخه،‌ د لندن د اکسفورډ پوهنتون کې د خپلو سرچينو څخه په ګټې اخیستلو سره د "دوستۍ" په نوم شبکه جوړه کړه.

دغه شبکه کاروونکو ته د بیړنیو خوندي ځایونو په ګډون، د کډوالۍ مرستې، تعلیمي بورسونه، افغانانو ته د مالي مرستو راټولو، د هېواد څخه بهر د بیا میشتیدو مرستې او په هېواد کې د خوندي ژوندانه په اړه د معلوماتو سرچینې په ګوته کوي.‌

مېرمن تورې پخوا په افغانستان او پاکستان کې د میرمنو د روغتیاپالنې په برخه کې کار کاوه.‌

نوموړې پر خپل ټویټر پاڼۍ لیکلې دي: "د دوستۍ شبکې د ټولو هغو افغان نجونو او مېرمنو له میړانې څخه الهام اخیستی دی، چې په تیرو ۶۰۰ ورځو کې یې د ټولو د حقونو لپاره مبارزه کړې ده."

XS
SM
MD
LG