د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو کرکیله 


د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو کرکیله 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابونو کروندګر وايي، سږ کال يې د بارانونو او ږلۍ له امله حاصلات کم شوي دي خو په ټوله کې د ګلابونو له کاروبار راضي دي. 

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابونو کروندګر وايي، سږ کال يې د بارانونو او ږلۍ له امله حاصلات کم شوي دي خو په ټوله کې د ګلابونو له کاروبار راضي دي.

د کروندګرو د معلوماتو له مخې د دې ولسوالۍ په شاوخوا ۹۰۰ سوه جریبه ځمکه کې د یو شمېر مؤسساتو په مرسته ګلاب کرل شوي، چې هر کال د بزګرو د قناعت وړ حاصل ورکوي.

عالم نور د دره نور ولسوالۍ د سُتن د کلي اوسېدونکی دی، چې په یوجریب ځمکه يې له تېرو شپاړس کالو راهیسې د ګلابو کر کړی دی.

هغه وايي، سږ کال یې د ګلابو حاصلات بارانونو او ږلۍ وهلي، چې نسبت نورو کالونو ته يې حاصلات نیم په نیمه کم شوي دي.

نوموړي امریکاغږ سره مرکه کې وویل: "کار ښه دی شکر دی خو ځینې وخت کې دا بارانونه او ږلۍ وي مګر عموم کې ښه وي، سږ کال حاصلات تقریبا نیم په نیمه کم و ځکه بارانونه هم وشول او ږلۍ وې، پخوا به چې ۸۰ کلیو کول د ورځې اوس ۴۰ کیلو کوي."

د هغه په خبره، چې پخوا ترې نه یو شمېر نړیوالو موسساتو د ګلابو حاصلات ښه اخیستل چې په ښه نرخ به وو، خو په وینا يې د موسساتو تللو د دوی په کار هم اغېز کړی دی.

عالم نور وايي، سږ کال يې یو کیلو ګلاب په ۷۰ افغانیو له یو شرکت سره کړي دي، چې په خبره يې که څه هم لوړ نرخ نه دی، مګر بیا هم خوښ دی.

هغه وايي: "دا ګلاب بیا نسبت دې نورو فصلونو ته ښه دي، نو چې پدې د خلکو ګوزاره کېږي ضرورت څه دی چې ناروا شیان کوکنار او نور متضرره شیان وکرو، خېر دی که لږې پیسې کمې هم وي خو دا روا شی دی، دې نه عطر جوړېږي یا صابون او نور نو دا ښه کار دی".

د ده په خبره، چې واکمن حکومت او نورې نړیوالې مرستندویه ادارې دې دلته له کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او همدا راز د ګلابو کروندې اړوند لا ډېرې مرستې وکړي، چې کروندګر ګلاب وساتلی شي.

دره نور د ننګرهار یوه له سرسبزه او حاصل خېزه ولسوالیو څخه ده، چې د ګلابو سربېره يې پکې غنم، جوار او د مېوه جاتو مختلفه بڼوالي هم شوې ده، چې د کروندګر اقتصاد کې يې مهمه ونډه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG