د لاس رسي وړ اتصالات

اورپکو په پاکستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي - مقامات 


په پاکستان کې چارواکي وايي چې اورپکو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي او نهه ټولګي یې وران کړي دي.

دا پېښه تېره شپه د «حسوخېل» او «ګل موسکی» په سیمو کې شوې ده.

په سیمه کې یو چارواکي ریحان ګل خټک وویل: «اورپکو د نجونو په دوو دولتي ښوونځیو کې دننه ماینونه ځای ځای په کړي او بیا یې د شپې ناوخته الوځولي دي.»

نوموړي وویل چې شپږ ټولګي د «حسوخېل» او درې «د ګل موسکی» په ښوونځیو کې وران شوي دي. هغه فرانس پرس اژانس ته وویل: «یقینآ چې اورپکو دا کار کړی خو لا دقیق نپوهېږو چې څوک په دې کې لاس لري.»

په سیمه کې یو پولیس مقام سلیم ریاض هم دا پېښه تائید کړې ده او ویلي دي چې «هره اړخیزه پلټنه» پیل شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې اورپکي فعال دي، په تېرو ۲۰ کالونو کې پاکستاني پوځ او د امریکا بې پیلوټه الوتکو به وخت ناوخت په دغې سیمې کې اورپکي په نښه کول.

په کابل کې د افغان طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي.

د «پاکستاني طالبانو غورځنګ» چې به ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی دی، له افغان طالبانو څخه جلا دی خو مفکوره یې یوه ده. پاکستاني طالبان په دغه هېواد کې د نظام نسکورل او د «شریعت نفاذ» غواړي.

پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره شوی تړون لغوه اعلان کړه، دا تړون د افغان طالبانو په منځګړتوب شوی و. پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو اعلان کړی دی.

پاکستاني طالبانو په قبایلي سیمو کې په ځینو سیمو کې کنترول هم درلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې پاکستاني ځواکونو هلته پراخ عملیات وکړل او طالبان یې وشړل.

XS
SM
MD
LG