د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په یو ښوونځي باندې برید شوی او ۷ تنه وژل شوي 


تصویر د دغې پېښې نه دی له ارشیف څخه اخیستل شوی.
تصویر د دغې پېښې نه دی له ارشیف څخه اخیستل شوی.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې پولیس او مقامات وايي چې د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوايي۱۴) په یو ښوونځي کې د سني او شیعه وو ترمنځ په مذهبي شخړې کې پنځه ښوونکي او دوه کارګر وژل شوي دي.

په کرمې کې یو پولیس چارواکي محمد عمران فرانس پرس ته ويلي دي: «دوه وسله وال ښوونځي ته داخل شوي، شیعه ګان یې له نورو جلا کړي او بیا یې وژلي دي.»

نوموړي وویل چې دا برید له هغه وروسته وشو چې یو سني په خپل موټر کې دننه ووژل شو. د پولیسو دغه مشر وویل چې له دواړو خواو سره په خبرو بوخت دي چې سوله وشي.

په پاړه چنار کې، چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، یو چارواکي امیر نواز هم دا مذهبي شخړه او پېښه تائید کړې ده.

ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی دی چې په پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي، خو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د بریدګرو هویت هم لا څرګند نه دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په خپل ټویټر کې په پاړه چنار کې د ښوونکو وژل غندلي او له مقاماتو یې غوښتي دي چې بریدګر او د برید عوامل ومومي او اغیزناک اقدامات وکړي.

پاکستان شاوخوا ۲۲۰ میلیون نفوس لري چې تقریبآ ۲۰ فیصده یې شیعه مسلمانان دي. په پاکستان کې سني اورپکې ډلې وخت ناوخت په شیعه ګانو بریدونه کوي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېرکال هم په همدې وخت کې د پېښور ښار د قصه خوانۍ په سیمه کې یو ځانمرګي د شیعه ګانو په جومات کې دننه ځان والوځوه. په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۳ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG