د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو څلور پوځیان وژلي


د پاکستان پوځ وایي چې پاکستاني طالبانو نن د ډسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۰) په شمالي وزیرستان کې څلور امنیتي سرتیري وژلي دي.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امنیتي ځواکونو د میرعلي په ساحه کې د طالبانوپر یو مشکوک پناه ځای برید وکړ، خو د دواړو خوا په سخته نښته کې د پاکستان پوځ ته مرګ ژوبله واوښتله.

وروسته له هغې چې پاکستاني طالبانو د اسلام آباد سره د ۳۰ ورځني اوربند غزول رد کړل، دا د دواړو لوریو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښته ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ددغې نښتې په ترڅ کې یو وسله وال "تروریست" نیول شوی دی.

پاکستان کې په یوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي

د یو بل خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبرپښتونخوا ایالت د ټانک په ساحه کې د نننۍ نښتې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي دي. خو په دغه اعلامیه کې ددغو دوو وژل شویو کسانو په اړه زیات معلومات ندي ورکړل شوي.

د پاکستان د طالبانو تحریک تر اوسه پدې اړه تبصره نده کړې.

دغه ډله په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوه او د هغوی تر ټولو وژونکی برید په ۲۰۱۴ کې په پیښور کې په یو پوځي ښوونځي باندې برید و چې شاوخوا ۱۵۰ تنه زده کوونکي او ښوونکي په کې وژا شوي وو.

XS
SM
MD
LG