د لاس رسي وړ اتصالات

ایګلنډ: طالبان غواړي د ښځو د کار د بیا پیلیدو لپاره "لنډمهاله حل لارې" ومومي


د ناروې د کډوالو شورا مشر په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره تر لیدو وروسته وايي چې، دغه ډله د ښځو د کار د بیا پیل لپاره "د لنډمهاله حل لارې" په لټه کې دي.‌

یان ایګلنډ، نن چهارشنبې د مې ۲۴ (غوايي ۳) په ټويټر کې لیکلي چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د طالب مشرانو څخه اړمنو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه،‌ د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره دمهال ويش غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ایګلنډ په دې خبرې باندې په ټينګار سره چې يوازې ښځې کولاى شي ښځو ته لاسرسي ولري او دغه اداره به يوازې د نارينه کارکوونکو په مرسته فعاليت ونه کړي، زياته کړه: " په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ پدې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي."

د هغه په وینا، طالب چارواکو په ځواب کې ویلي چې د ښځو د کار د بیا پیل په موخه،‌ دوی د "لنډمهاله حل لارې"په لټه کې دي ترڅو په افغانستان کې د مخ پر زیاتیدونکې کړکیچ سره چیرې چې ۲۸ میلیونه خلک سمدستي مرستې ته اړتیا ولري، ژر تر ژره رسیدګي وشي.

د ناروې کډوالو د شورا مشر وايي، د طالبانو مشران استدلال کوي چې د نړیوال مالي‌سیسټم څخه د افغانستان ایستل، د پراختیايي مرستو بندول، د حکومت په رسمیت نه پیژندل او د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول د اقتصادي کړکیچ لامل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان ددغه ډلې په بیا واکمنیدو سره، دغه ډلې پر ښځو سخت بنديزونه لګولي دي. د بیلګې په توګه په تیر ډسمبر کې طالبانو په غیردولتي ادارو کې او د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه ولګول.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو بندیز یوه "کورنۍ" مسله بللې ده.

ددغه ډلې وینا ذبیح الله مجاهد په یوه ټويت کې ویلي چې:"باید په ډاګه کړو چې اسلامي امارت نه غواړي د ملګرو ملتونو لپاره خنډ رامنځته کړي، بلکې غواړي روښانه کړي چې دغه موضوع د افغانستان کورنۍ مسله ده، هیچا ته ستونزه نه جوړوي او ټول اړخونه باید ورته درناوی ولري."

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز، تبعیض نه دی او نه هم په افغانستان کې ددغه سازمان په فعالیت کې خنډ رامنځته کوي.‌

په همدې حال کې تیره اوونۍ، په جاپان کې د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو (جي-۷) مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د ښځو په اړه د دغې ډلې له پرېکړو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي"موږ د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د طالبانو له سیستماتیک سرغړونو سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او دنه منلو وړ پرېکړو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې په سمدستي توګه د پرېکړو د بېرته اخیستلو غږ کوو."

XS
SM
MD
LG