د لاس رسي وړ اتصالات

مایکل مککال طالبانو ته: تر څو مو چې له ښځو سره چلند بدل شوی نه وي، په رسمیت مو نه پېژنو


د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره په دوو موضوعګانو ټېنګار کړی دی.

مایکل مککال د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې تر څو پورې طالبان د بشر حقونو درناوی نه وي کړی او له ښځو سره یې خپل چال چلند بدل کړی نه وي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو وروسته وار له واره په ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول او تر دې دمه هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

مایکل مککال وویل: «ترڅو پورې چې طالبان د بشري حقونو بحران او له ښځو سره چال چلند ته رسیدګي ونکړي او ښځې د ټولنې برخه ونه ګرځوي، د کانګرس دواړه ګوندونه [جمهوریت غوښتونکي او دموکرات] به د طالبانو هېڅ ډول رسمیت ونه مني.‌»

هغه له امریکا غږ سره په خپلې لنډې مرکې کې طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړ چې که «غواړي په رسمیت وپېژندل شي، باید له ښځو سره [د یو قشر په توګه] مساويانه چلند وکړي نه د خپل مالکیت په توګه چلند. په دې اړه زموږ دریځ ډېر قوي» دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې له ښځو سره د هغوی د [جنسیت له کبله تبعیض] کېږي او دا یوازینی هېواد دی چې «ښځې او نجونې په کې د تعلیم او نورو حقونو څخه بې برخې» دي.

د امریکا د استازو د خونې دغه استازي زیاته کړه: «له ښځو سره د طالبانو چال چلند د جنسیتي‌ اپارتېد [تبعیض] په څېر دی او غواړي چې ښځې له ټولنې څخه حذف کړي.»

نوموړي د هغو افغان ښځو یادونه او ستاینه وکړه چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او ویې ویل چې متحده ایالتونه د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت څه باندې ۲۰ میاشتې وشوې خو لا هم په دغه هېواد کې ښځو ته د تعلیم، کار او نور مشارکت اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو همدغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی چې په نړیواله کچه غندل شوی دی.

نړیواله ټولنه وايي چې طالبانو ژمنې کړې وې چې د بشر او ښځو حقونو ته به درناوی کوي، خو په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی. طالبان ټېنګار کوي چې د «شرعیت او افغان فرهنګ» په اساس ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي.

XS
SM
MD
LG