د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د طالبانو د بندیزونو سره سره ښځینه کارکوونکې مرستې رسوي


کابل د ۲۰۲۱ د نومبر۲۹. افغانې ښځې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې ته په کتار کې ولاړې دي او یو طالب یې امنیت نیولی
کابل د ۲۰۲۱ د نومبر۲۹. افغانې ښځې د خوړو نړیوال پروګرام مرستې ته په کتار کې ولاړې دي او یو طالب یې امنیت نیولی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق [یونیسف] استازی وايي چې د طالبانو د بندیزونو باوجود دوی او ښځینه کارکوونکې یې په خپلو دندو بوخت دي.

د یونیسف استازي فران ایکویزا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۸) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «زه به دا ووایم چې د ملګرو ملتونو ټولې ښځینه کار کوونکې کار کوي. ځینې یې له کور څخه، ځینې یې په دفتر کې او ځینې نورې یې بیا په ساحو کې.»

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو په کار، تعلیم او هر ډول اجتماعي، سیاسي او اقتصادي مشارکت باندې بندیزونه ولګول. البته د طب په برخه کې یوه کوچنۍ استثنا موجوده ده.

طالبانو په تازه اقدام کې څو اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم ښځې له کار څخه منع کړې. ملګرو ملتونو دا پرېکړه وغندله او د ژر تر ژره بدلېدو غوښتنه یې وکړه.

افغان ښځو او د هغوی د حقونو ملاتړو د طالبانو دا بندیزونه غندلي او په ضد یې اعترضونه کوي. فران ایکویزا د ښځو اعتراضونو ته په اشارې وویل: «چې هر څه وي، افغانې ښځې نه تسلیمېږي.» هغه په دې اړه ،چې ایا ښځې خو به د خپل مقاومت له کبله د طالبانو له لورې په فزیکي او شفاهي ډول نه ځورول کېږي، تبصره ونکړه خو دا یې وویل چې اداره یې خپلو ښځینه کارکوونکو ته جدي پام کوي.

ایکویزا زیاته کړه چې «موږ لا هم له یو شمېر ګواښونو او خطرونو سره مخامخ یو» او داسې کومه پرېکړه نه کوي چې چا ته خطر ولري، خو د دغو ګواښونو او خطرونو په اړه یې معلومات ورنکړل.

د طالبانو له دغه بندیز وروسته، ملګرو ملتونو وویل خپلو کارکوونکو ته یې ویلي چې تر څو پورې یې له طالبانو څخه په دې اړه وضاحت نه وي ترلاسه کړی، له کورونو څخه دې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د طالبانو دا پرېکړه «د نه منلو او نه تصور» وړ بللې او ټېنګار یې کړی چې دا بندیز به په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې کمزورې کړي.

ملګرو ملتونو د همدغې میاشتې په سر کې په دوحه کې د استازو یوه غونډه وبلله چې په دې وغږیږي چې د ښځو په اړه د طالبانو د مخ په زیاتېدونکو اقداماتو په اړه باید څه وشي.

نړیوالې ټولنې هم په ښځو باندې د طالبانو بندیزونه غندلي، خو طالبان وايي چې دا «د افغانستان یوه داخلي اجتماعي مسئله» ده چې باید ټول هېوادونه یې درناوی وکړي. طالبانو تر دې دمه د امنیت د شورا د اپریل د ۲۷ نېټې هغه پرېکړه لیک له پامه غورځولی چې له هغوی څخه غواړي خپل لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لېرې کړي.

بشري وضعیت

په همدې حال کې د یونیسف استازي فران ایکویزا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

دا مهال په افغانستان کې تر ۲۸ میلیون زیات انسانان، چې څه باندې ۱۵ میلیون یې ماشومان دي، بشري مرستې او حفاظت ته ضرورت لري. په افغانستان غوندې یو دودیز هېواد کې ښځینه کارکوونکي ډېرې ضروري دي چې مېرمنو او کورنیو ته مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د بې وزلۍ له کبله، چې د اټکل له مخې د دغه هېواد ۹۰ سلنه نفوس یې ځپلی، تر ټولو ډېر ماشومان زیانمن شوي. ایکویزا د ماشومانو وضعیت ته په کتو وویل: «هغوی [ماشومان] وږي ویده کېږي او وږي له خوبه پاڅېږي. د څښاک پاکې اوبه نلري چې تنده یې ماته شي او ښه بستر نلري چې خوب وکړي.»

د یونیسف استازي زیاته کړه: «ماشومان په کور کې، د سړکونو په سر، کروندو کې، معادنو او هټیو کې له نوکرۍ سره روږدي شوي دي. ډېر یې د خشونت سره د مخامخ کېدو او په ماشومتوب کې د واده کېدو په ویره کې ژوند کوي. له ډېرو یې تعلیم تروړل شوی دی- د ښه ژوند یوازینۍ هیله یي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق [یونیسف] وايي شاید په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲.۳ میلیون ماشومان له جدي خوارځواکۍ [سوءتغذیه] سره مخامخ شي. په دغې ډلې کې یې ۸۷۵۰۰۰ ماشومان د جدي خوارځواکۍ، چې مرګونې کېدای شي، درملنې ته اړتیا لري.

یونیسف په افغانستان کې د ۱۰.۳ میلیون ماشومانو په ګډون له ۱۹ میلیون خلکو سره د مرستو لپاره د ۱.۶۵ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG