د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د غنمو له حاصلاتو څخه خوشحاله نه یو – د ننګرهار کروندګر 


سږ کال د غنمو له حاصلاتو څخه خوشحاله نه یو – د ننګرهار کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په ننګرهار کې د غنمو یو شمېر کروندګر وايي، د اصلاح شویو تخمونو مرستې ورسره شوي دي، خو سږ کال يې کیفیت ښه نه وو، نو حاصلات يې کم او هم خراب وو. 

په ننګرهار کې د غنمو یو شمېر کروندګر وايي، د اصلاح شویو تخمونو مرستې ورسره شوي دي، خو سږ کال يې کیفیت ښه نه وو، نو حاصلات يې کم او هم خراب وو.

د ښېوې ولسوالۍ د قلعه ټک په سیمه کې کروندګر وحیدالله چې په دوه جریبه ځمکه غنم کرلي وو، خپل کښت یې راټول کړی او تهریشر کوي یې. هغه وايي که څه هم د کوکنارو په ځای د غنمو له کښت خوښ دی خو نیوکه کوي چې ورکړل شوی تخم يې بي کیفیته وو او تر پخوا ځکه د غنمو حاصلات سږ کال کم وو.

هغه امریکاغږ سره خبرو کې وویل: "مونږ په دې ځای کې غنم کرلي و یو تهریشر مو کړی او بل پاتې دی، دغه تخمونو کې چې مونږ ته یې را کړي و مونږ هغه مسولین هم غوښتي و مونږ ورته وښودل، حاصلات يې خراب او تخم يې ګډوډ و. یو برابر تخم نه و."

دی وايي، دده د دوه جریبه ځمکې غنم اوس شاو خوا ۱۰۸ منه حاصل ورکړی دی چې په وینا يې دا تر پخوا ډېر کم دي.

وحیدالله وايي، که تخم سم او باکیفیته وي نو د غنمو حاصلات يې آن تر ۲۰۰ غنمو هم ډېر کېږي، خو په وینا يې سږ کال ښه نه وو.

دی همدا راز وايي، د سپینې او تورې سرې مرستې هم ترلاسه کړې وې، خو په خبره يې چې توره سره هم بې کیفیته وه.

نوموړي امریکاغږ ته وویل: " سپینه سره يې ښه وه خو دا توره سره يې بې کیفیته وه صحیح حاصل يې نه دی کړی مونږ ته سږ کال، زمونږ غوښتنه دا ده چې آینده کې موسسات د صحیح سرو او صحیحو تخمونو امداد وکړي."

دی په ورته وخت کې وايي، چې کوکنار په خپله خوښه نه کري، ځکه چې ټولنې ته زیان رسېږي او ځوانان په نشو اخته کوي.

ننګرهار کې اوس مهال د غنمو رسېدلي فصل څخه کروندګر حاصلات را ټولي، چې په ګڼ شمېر سیمو کې د غنمو کر شوی وو.

XS
SM
MD
LG