د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: افغانستان کې 'جنسیتي اپارتاید' باید نړیوال جرم وپېژندل شي 


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت نن دوشنبه جون ۱۹ (جوزا ۲۹) له نړۍ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» د «نړیوال جرم» په توګه وپېژني او په دې ډول په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي.

نوموړي‌ د ملګرو ملتونکو د بشري حقونو شورا ته وویل چې باید له دې مسئلې څخه مخ ونه ګرځول شي. هغه د افغانستان د وضعیت په اړه دغې شورا ته د راپور ورکولو په مهال وویل چې د طالبانو اقدامات باید «د جنسي ځورونې بشري ضد جرم» معادل وګڼل شي.

ریچارد بنیت: « له ښځو سره عمیق او بنسټیز شوی سیستماتیک تبعیض د طالبانو په باور او حاکمیت کې نغښتی دی، دې کار دا اندېښنې زیاتې کړې چې ممکن هغوی د جنسیتي اپارتاید مسئول وي.»

بینیت ټېنګار وکړ چې د بشري حقونو دا ډول سرغړونې چې تر دې دمه نړیوال جرم نه ګڼل کېږي، نورې مطالعې ته ضرورت لري. هغه په دې باور دی که جنسیتي‌ اپارتاید نړیوال جرم وپېژندل شي، دا به ښکاره شي چې ټول هېوادونه او په خاص ډول نړیواله ټولنه به د دغه عمل په ختمولو کې اغیزناک اقدام وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي او پوهنځي وتړل او په کار او نورو مشارکتونو باندې یې هم بندیزونه ولګول. یوازې په ځینو صحي او تعلیمي برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسېون پخوانۍ مشرې او د زغم د بشري حقونو د کميسون مشرې شهرزاد اکبر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وويل چې ښځو تل ویلي دي چې ژوندۍ ښخې شوي کړل شوې او پرته له دې چې له مجازاتو او بندیزونو سره مخامخ شي، نه دي‌ توانېدلي چې کوم بل کار وکړي.

هغې وویل: «طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو د هیلو،‌ ارمانونو او ظرفیتونو په هدېرې بدل کړی دی.»

ملګرو ملتونو مخکې هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د ښځو وضعیت د «جنسیت په اساس اپارتاید» بللی و، خو دا لا د یو نویوال بد جرم په توګه پېژندل شوی نه دی. بینیت او نورو له نړیوالو وغوښتل چې په دې اصطلاح باندې غور وکړي.

شهرزاد اکبر وویل چې د دغه وړاندیز ننګه کوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه یې وغوښتل چې د بشر ضد جرایمو د کنوانسیون په مسوده کې د جنسیتي اپارتاید د شاملولو ننګه وکړي.

د افغانستان په اړه د بینیټ په راپور کې، چې د ښځو او نجونو سره د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې سره په ګډه چمتو شوی، په نړیوالو غږ شوی چې د جنسیتي اپارتاید په اساس «د ښځو او نجونو سره د بنسټیز شوي تبعیض، تفکیک، سپکاوي او محرومیت» په اړه د یو راپور د برابرولو دستور ورکړي. په راپور کې راغلي دي چې جنسیتي اپارتاید باید په نړیواله کچه وغندل شي او داسې لارې چارې رامنځ ته شي چې دا عمل بیا تکرار نشي او مخه یې ونیول شي.

په دغې غونډې کې ځینو هېوادونو د دغه وړاندیز ننګه کړې ده. د نورو هېوادونو په منځ کې جنوبي افریقا هم شامله وه، د دغه هېواد استازي وویل چې څومره چې په جنوبي افریقا کې د نژادي تبعیض او اپارتاید په ضد مبارزه شوې، باید په افغانستان کې هم د جنسیتي‌ اپارتاید په ضد اقدامات وشي.

طالبانو په وار وار ویلي دي چې د «شریعت» په اساس ښځو ته حقوق ورکوي او د دوی په وینا هر کله چې وضعیت برابر شو، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به هم پرانیزي.

XS
SM
MD
LG