د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: مسلمان اقلیت ته له درناوي پرته هند د پاشل کېدو له خطر سره مخامخ کېږي


د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما وايي که په هند کې د مسلمان اقلیت د حقونو درناوی ونشي، دا هېواد به د پاشل کېدو له خطر سره مخامخ شي.

بارک اوباما دا خبره د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (سرطان لومړۍ) د سي ان ان خبري شبکې ته په داسې حال کې وکړه چې ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي کوربه دی.

اوباما وویل چې باید له مودي سره د اقلیتونو د حقونو مسئله مطرح شي. نوموړي، چې د نوي رهبرانو په نړیوالې غونډې کې د یوې اوونۍ لپاره یونان ته تللی، وویل چې له متحدینو سره د بشري حقونو په مسئلې باندې خبرې کول تل «پیچلي» وي.

هغه وویل: «فکر کوم دا به ښه وي چې ولسمشر [جوبایډن] په هند کې د اقلیت مسلمانانو د حمایت په اړه خبرې وکړي.»

په هند کې د نریندرا مودي په مشرۍ ملتپال واکمن حکومت د اقلیتونو د حقونو په اړه تر سخت فشار لاندې دی او د بشري حقونو ډلې د مودي حکومت تورنوي چې د مسلمانانو او مسیحیانو په ضد خشونت باندې سترګي پټوي.

اوباما سي ان ان ته وویل: «که د صدراعظم مودي سره مې، چې ښه یې پېژنم، خبرې کولای، زما یو استدلال به دا و که په هند کې د قومي اقلیتونو حقونه خوندي نشي، قوي احتمال شته چې یو وخت دا هېواد په پاشل کېدو پيل وکړي.»

هغه زیاته کړه: «موږ لیدلي دي چې د داسې لویو داخلي جګړو په پیل کېدو سره څه پېښېږي. بنآ، دا به یوازې د مسلمان هند د ګټو په خلاف نه، بلکې د هندو هند د ګټو په خلاف هم وي.»

په همدې حال کې ولسمشر جوبایډن مودي ته د ښه راغلاست په مهال په خپلو خبرو کې دیني ازادي او ګڼ فکري مسئلې ته اشاره وکړه او هغه یې د هند او متحدو ایالتونو لپاره «اساسي‌اصل» وباله.

بایډن وویل: «د قانون په اساس برابري، د بیان ازادي او زموږ د خلکو دیني ګڼ فکري او تنوع زموږ اساسي، باثباته او مخ په ودي اصول دي. سره له دې چې دا اصول زموږ د هر یو ملیت د تاریخ په اوږدو کې له ستونزو سره مخامخ شوي، زموږ قدرت او ژوروالی به قوي کړي.»

نریندرا مودي په خپلو خبرو کې په هند کې د بشري حقونو د وضعیت او د دموکراسۍ په اړه د خپل حکومت د کړنو ننګه وکړه. هغه وویل: «دموکراسي زموږ په ډي ان اې [خټه] کې ده. د بشر د حقونو، مطبوعاتو او بیان له ازادۍ پرته دموکراسي نشته. د هند په دموکراسۍ کې هېڅ تبعیض نشته.»

په ۲۰۰۲ کال کې د هند به ګجرات کې په تاوتریخوالي کې ډېر خلک ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان وو. نریندرا مودي هغه وخت د هند د ګجرات د اعلی وزیر په توګه، چې ډېر وخت یې د بارک اوباما په دورې کې و، متحدو ایالتونو ته له داخلېدو منع کړل شوی و.

نریندرا مودي چې په ۲۰۱۴ کال کې د هند صدراعظم وټاکل شو، د ځینو ناندریزو مسائیلو تر څنګ یې د هند تر واک لاندې کشمیر، چې اکثریت یې مسلمانان دي، اختیارات هم لغوه کړل.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو په کلني راپور کې د اقلیتونو په ضد خشونت، د پولیسو خشونت او د مودي د بهارتیا جنتا د ګوند دغړو پاروونکو څرګندونو ته هم اشاره کړې ده.

د دغه راپور په لیکلو کې د فرانس پرس د معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG