د لاس رسي وړ اتصالات

ګربز: بنګله دېش سره سیالیو ته مو ډېر زیار ګاللی و، نتیجه یې ورکړه


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز له بنګله دېش څخه د لوبو د تاریخي لړۍ له ګټلو وروسته امریکا غږ په ځانکړې مرکې کې وویل چې دغو لوبو ته یې ډېر چمتوالی نیولی او ډېرې خولې یې ورته توی کړې او په خبره یې همدې کار نتیجه ورکړه.

رحمان الله ګربز د بنګله دېش خلاف دویمې لوبې کې ۱۴۵ منډې وکړې او د افغانستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه. دا یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

ګربز همدغه راز وویل چې له بنګله دېش څخه د لوبو په ګټلو سره یې را روان اسیا جام او نړیوال جام ته مورال نور هم لوړ شوی او هیله یې وښوده چې هلته به هم قوي لوبډلو ته ماتې ورکړې.

ګربز د افغانستان لومړی توپ وهونکی (بیتسمین) دی چې سږکال د هند په لوي تجارتي لیګ آی پي ایل کې ولوبېده. دی د کلکته نایټ رایډرز په لوبډلې کې و، چې مشهور فلمي لوبغاړی شاه رخ یې مالک دی.

ګربز له شاه رخ سره د خپل ملاقات په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل هېڅ فکر یې نه کاوه، د چې د شاه رخ په څېر مشهور شخصیت به دومره «عاجز» وي.

ګربز له امریکا غږ سره په خپلې ځانګړې مرکې کې په ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې په افغان لوبغاړو باندې د «بېځایه انتقادونو»، د آی پي ال په تجربو، له بنګله دېش سره د را روانو دریو لوبو او نورو اړوندو مسائیلو په اړه خبرې کړې دي.

مرکه یې دلته اورېدلای شي.

له رحمان الله ګربز سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:19:01 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG