د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کابل کې د موسیقۍ الات وسوزول 


د طالبانو د "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" وزارت وايي، په کابل کې هغه سامانونه او الات چې د "موسيقۍ او فساد د ترويج" لپاره کارول کیدل سوځول شوي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "دغه وسایل چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې له غیر اخلاقي پروګرامونو څخه راټول شوي وو او زموږ د ځوانانو د ګمراهۍ او د ټولنې د تباهۍ لامل وو، د شریعت له مخې له منځه یوړل شول."

د هغو تصویرونو په اساس چې دغه وزارت خپاره کړي، په دغو سوځول شویو وسایلو کې ډول ډول طبلې، لوی لوډ سپیکرونه، کیسټونه او د موسیقۍ ځینې نور وسایل شامل دي.

طالبان وايي چې اسلام موسیقي حرامه کړې ده. موسیقي چې په افغانستان کې د جمهوریت په شل کلنه موده کې د ودې په حال کې وه، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره حرامه اعلان شوه او د موسیقۍ د تعلیمي موسسو دروازې هم وتړل شوې.

تر دې مخکې د موسیقۍ نړیوالې شورا په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر موسیقۍ بندیز "کلتوري نسل وژنه" بللې وه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي وو، چې دغه ډله غواړي افغان ولس یو ځل بیا په یو "بې غږه ملت" بدل کړي.

همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د طالبانو د سختو مقرراتو له امله ډېر شمیر افغان هنرمندانو یا خپل هېواد پرېښودو او یا هم د خپل هنري ژوند پرېښودو ته اړ شول.

د دې ډلې حکومت حتی د ودونو سالونونو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته اجازه نه ورکوي چې په عامه ځایونو کې موسیقي وغږوي.

تر دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې طالبان په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ د غږولو په خاطر خلکو ته فزیکي سزا ورکوي او د هغوی وسایل له منځه وړي.

د طالبانو حکومت د موسیقۍ هغه څانګه هم منحل کړه چې په ۱۳۶۱ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې تاسیس شوې وه.

څه موده وړاندې د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي و چې له موسیقۍ سره د طالبانو مخالفت د هنر له ځواک څخه د دې ډلې ویره څرګندوي او دا ډله نه شي کولای افغاني موسیقي له منځه یوسي.

د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دغې ډلې پر موسیقۍ هم بشپړ بندیز لګولی و.

هغه وخت د طالبانو غړو د تالاشیو په ځایونو کې د موټرونو څخه د موسیقۍ کسیټونه ظبط کول او ماتول یې او هغو کسانو ته به یې سزا ورکوله چې موسیقي یې اوریدله.

XS
SM
MD
LG