د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په ځانمرګي برید کې ۴۴تنه وژل شوي دي


د پاکستان بمي برید
د پاکستان بمي برید

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۴تنه وژل شوي او تر سلو ډیر ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د یکشنبې په ورځ جولای ۳۰مه (زمري ۸مه) هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په "خار" ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو.

د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر، ریاض انور د فرانس پرس خبري آژانس ته دا مرګ ژوبله تائید کړې.

ښاغلي انور همدارنګه ویلي چې ځانمرګي برید کوونکي سټیج سره نږدې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي. تر اوسه نده معلومه چې پدې چاودنې کې د جمعیت علمای اسلام کوم مهم غړی یا غړي وژل شوي که نه.

د چاودنې د ځای انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، په سیمه کې ډیر جسدونه ښیې چې د ژغورونکو لخوا امبولانسونو ته لیږدول کیږي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اسلامي دولت ډلې (داعش) تر دې وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړو څو ځله بریدونه کړي دي.

داعش پدې ګوند د "منافقت" تور لګوي ځکه چې د اسلامي ګوند په توګه د حکومت او پوځ ملاتړ کوي.

جمعیت علماء اسلام، د پاکستان په شمال او لویدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او هغه یې یو نه توجیه کیدونکی جنایت بللی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر غونډې برید غندلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی او افراطي بریدونه زیات شوي دي. زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا صوبه کې شوي چیرته چې تحریک طالبان پاکستان ډیر فعال دی.

د پاکستان د پولیسو او څېړنیزو بنسټونو راپورونه ښيي چې په تېر یو کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ۶۶۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي.


د روان کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د پولیسو په یوې ودانۍ کې دننه په یو جومات کې د تحریک طالبان پاکستان د یو بریدګر له خوا په ځانمرګي برید کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې زیات شمیر یې پولیس وو.

XS
SM
MD
LG