د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش د افغانستان په وضعیت او د ښځو او نجونو په حقونو د طالبانو د سختو محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې


د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ وروسته لا هم ددغه هیواد وضعیت د ژورې اندیښنې وړ ښودلی او ویلي دي، چې نړیواله ټولنه باید افغانان هیر نکړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي د سه شنبې د ورځې ناوخته اګست ۱۵( زمري ۲۴) د خپل ټویټر په پاڼه د ښځو او نجونو په حقونو باندې د طالبانو د سختو محدودیتونو لګولو په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.

ښاغلي ګوتیرش لیکلي: "اوس دوه کاله کیږي چې په افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی دی. د ښځو او نجونو په حقونو باندې د طالبانو د سختو محدودیتونو په ګډون ددغه هیواد وضعیت لا هم د ډیرې اندیښنې وړ دی. نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک هیر نکړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ، چې واک ته د رسیدلو سره سم دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوې او هم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شتمني کنګل کړه، چې له امله د خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتې شوې او دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

همداشان طالبانو واک ته د رسیدلو سره سم پر خلکو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ قوانین او مقرارت پلي کړل، ښځې یې د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې د کار څخه منع کړې او له شبږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړه.

په تیرو دوو کلنو کې دا بندیزونه نور هم پراخه شوي چې په ترڅ کې یې ښځې او نجونې په پوهتنونونو کې له زده کړو منع شوي او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع شوي دي.

طالبانو د ژوند په نورو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګولي، چې په کې بهرته د تللو پرمهال د حجاب لرل او په اوږدو سفرونو کې د محرم لرلو شرطونه هم شامل دي. همداشان په دغه موده کې طالبانو ښځې د عمومي حمامونو، پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم بندې کړي دي. طالبانو تیره میاشت په افغانستان کې د ښځو شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونه وتړل چې له امله شاوخوا ۶۰ ښځې بیکاره شوې.

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې میرمن سیما بحوث د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ ( زمري ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو په دغه دوه کلنه واکمنۍ کې د افغان میرمنو او نجونو په بشري حقونو باندې بشپړ، سیستماتیک او په بې ساري ډول بریدونه کړيدي.

میرمن بحوث ویلي، چې طالبانو ددوو کلنو په موده کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودولو لپاره پنځوس فرمانونه او حکمونه صادر کړي، چې په کې د ښځو د ژوند د ازادیو په برخه کې هیڅ داسې برخه نه ده پاتې چې پرې محدویت نه وي لګیدلی.

میرمن بحوث ویلي: "هغوی پر ښځو باندې د ډله ییز ظلم یو داسې سیستم رامنځ ته کړی، چې په سمه او پراخه توګه جنسیتي تبعیض په کې په پام کې نیول شوی دی".

د ملګروملتونو د ښځو د چارو دغې ترټولو لوړپوړې چارواکې ویلي نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پامه نه شي غورځولی.

میرمن بحوث ویلي: "هغوی زمونږ خویندې دي. هغوی ځوریږي. مونږ نشو کولی او باید دا و نه منو. دا باید سمدستي پای ته ورسیږي".

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي رئیسې میرمن سیما بحوث ټولو اړوندو خواو غوښتي، چې د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره دې ملګرو ملتونو ته لاسونه ورکړي او د هغوی غږونه، لمړیتوبونه او سپارښتنې دې وارزوي او هغو خدماتو ته دې بودیجه برابره کړي، چې افغان میرمنې ورته سخته اړتیا لري.

سیما بحوث ویلي: "زه د نړیوالې ټولنې څخه غواړم، چې د بدلون لپاره افغانستان ته د بشري مرستو د برابرولو غوښتنې ته د ځواب ویلو په ګډون خپلو فشارونو ته دې د هرې لارې، چې دوی ته ممکنه وي دوام ورکړي".

همداشان میرمن بحوث د طالبانو د حکومت څخه هم غوښتي، چې د خپلو اقداماتو له امله افغانستان ته اوس او په راتلوونکي کې د پیښیدونکي زیان په رسیدلو دې غور وکړي. میرمن بحوث په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا افغان میرمنو او نجونو سره د ملګروملتونو د تعهداتو یادونه کړې ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي. همداشان طالبانو ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG