د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: طالبانو سره تعامل د افغانستان نفوس له پامه غورځول دي


په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دوییم کال د پوره کیدو په درشل کې د مقتدرو ښځو د خوځښت غړو په یوه غونډه کې د نړیوالې ټولنې څخه یو ځل بیا غوښتي، چې د طالبانو سره دې تعامل نه کوي.

دغو معترضو ښځو د پنجشنبې په ورځ کابل کې د بندو دروازو شاته په یوې غونډې کې وویل، چې نړۍ ته په کار نه دي، چې په هيڅ ډول بهانې سره طالبانو سره تعامل وکړي او هم باید ددغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پیژني.

دغو میرمنو وویل: "طالبانو سره هر ډول تعامل او ددغې ډلې په رسمیت پیژندل د تروریزم سره د تعامل او تروریستانو ته د رسمیت ورکولو او د افغانستان له ۳۰ میلیونو څخه زیات نفوس له پام څخه د غورځولو په معنی دي".

دغو معترضو ښځو "د طالبانو رسمیت پیژندل نړیوال تروریزم ته مشروعیت ورکول دي" ، " طالبان په رسمیت مه پیژنئ"، " د ښځو حقونه بشري حقونه دي" او طالبانو سره تعامل د بشري حقونو څخه سرغړونه ده" شعارونه ورکول.

همداشان د ښځو دغه خوځښت ویلي، چې نړۍ په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې "د جنګي جنایاتو، انساني ضد جنایاتو، جنیستي او قومي تبعیض" شاهده وه، خو د طالبانو د مهارولو لپاره یې هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.

ددغو معترضو ښځو د دې غونډې وړاندې هم د افغانستان د ښځو یو شمیر ډلو په ورته غونډو کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندلی و او د نړیوالې ټولنې څخه یې ورته غوښتنې کړې وې او د افغانستان له خلکو یې غوښتي و، چې د طالبانو پر واندې مبارزه وکړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د معترضو ښځو دغې اعتراضي غونډې په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو حکومت نجونې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او هم په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسوکې یې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې هم ښځې له کار څخه منع کړي دي.

طالبانو د کور بهر د ښځو د فعالیتونو د محدودولو د اقداماتو په لړ کې تیره میاشت په افغانستان کې ۶۰ زرو څخه زیاتې ښځې چې په کابل اوولایتونو کې یې په سینګارتونونو کې کار کوه د هغوی په کار بندیز ولګوه.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي، خو د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته تراوسه طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی، خو ددغې ډلې حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG