د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیس وايي هغه کس یې نیولی چې خپله امریکایۍ ښځه یې وژلې


په پاکستان کې پولیس وايي هغه کس یې نیولی دی چې خپله «امریکایۍ ښځه یې وژلې» ده.

پولیسو ویلي دي چې دغه کس کاظم کمال خان نومېږي او په شپه کې یې د خپلې وژل شوې ښځې قبر یې کېنده، چې ونیول شو.

دا پېښه د پاکستان په لاهور کې شوې او دا کس د شنبې په ورځ نیول شوی دی. پولیس وايي چې تورن کس منلې ده چې خپله ۵۰ کلنه ښځه ډیانا کریستو یې وژلې ده.

د پولیسو یو مسئول محمد ندیم ویلي دي، چې یو قبر کېندونکي ورته زنګ وهلی او ورته یې ویلي چې یو کس قبر کیني او د جنازې لپاره هېڅوک هم ورسره نشته.

هغه وویل چې «موږ چې هلته ورسېدو، مړی مو ولیده» او دا قضیه مشکوکه ښکاره شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند منلې ده چې «په پاکستان کې یوه امریکايي تبعه وژل شوې ده، موږ له کورنۍ سره په تماس کې یو او» په چارو کې ورسره مرسته کوو.

کاظم کمال خان په امریکا کې په ۲۰۰۱ کې د سپتمبر د نهمې نېټې له پېښو وروسته له امریکا څخه وشړل شو او له خپلې ښځې او لور څخه جلا شو. راپورونه وايي چې هغه خپلې ښځې ته ویلي وو چې ډېر بد مریض دی او ښځه یې باید پاکستان ته ولاړه شي.

د ډیانان کریستو په سر او غاړي کې د شکنجې نښې لیدل کېږي. د هغې جسد عدلي طب ته استول شوی چې د وژنې اصلي علت یې معلوم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG