د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین دوه امنیت ساتونکي وژلي


ناپیژانده وسله والو د سه شنبې په ورځ، د اګست لومړی (زمري لسمه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کويټې ښار کې د ګوزڼ (پولیو) د واکسیناتورانو دوه پولیس ساتونکي ووژل.

د پیښې په تړاو د ځايي پوليسو يو افسر اصف مروت وویل، دغه پیښه د پولیو د واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د پولیو واکسیناتورانو په "نوي" کلي کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول چې ناببره پر موټر سايکل سپارو دوو ناپيژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې.

د پولیسو دغه افسر وویل چې په یاده پېښه کې د پولیسو دوه تنه ساتونکي ووژل شول،‌ خو د هغه وينا، روغتيايي کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى. نوموړي زياته کړه، چې له دغه مرګوني بريد وروسته په دغه سيمه کې د پوليو ضد واکسين کمپاين وځنډول شو.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو اسلامپالو سخت دریځو تل په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پر ټیمونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي او د دوی امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

د پاکستان د روغتیا چارواکو امریکا غږ ته وویل چې په هغه هیواد کې د ګوزڼ د واکسین په روان کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم عمره څه باندې اته میلیونه ماشومان واکسین شي. د چارواکو په وینا، نږدې ۶۵ زره روغتیايي کارکوونکي به دغه کمپاین د پاکستان په ۶۱ ولسوالیو کې پلي کړي.

د پاکستان په کلیوالي سیمو کې افراطي مذهبي ډلې له ډېر وخت راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه اوازې خپروي او خلکو ته تبلیغات کوي چې دا واکسین به د دوی ماشومان شنډ کړي. په بلوچستان او د پاکستان په نورو ایالتونو کې د حکومت ضد سخت دريځې ډلې د پولیو واکسین کمپاین ته د حکومت د جاسوسي عملیاتو په سترګه ګوري.

افغانستان او پاکستان څو څو ځله د ګوزڼ یا پولیو ویروس د بشپړې له منځه وړلو هدف ته نږدې شوي، خو د واکسین په اړه ناسم تبلیغات او همدا راز په دغو دواړو هېوادونو کې روان تاوتریخوالی او بلواګري دغه هدف ته د رسېدو په لاره کې خنډونه رامنځته کړي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د نویو پېښو په کمیدو سره دغه هېوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي.
پاکستان کې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستاني چارواکو د رسمي شمېرو پربنسټ له ۱۹۹۰ کال راهیسې په پاکستان کې تر ۲۰ زره ډېر ماشومان د پولیو له امله فلج شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG