د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې دوه سرتېري په یوې افغانې د جنسي تېري په تور په اوږد بند محکوم شوي 


Turkey Afghanistan
Turkey Afghanistan

په ترکیې کې یوې محکمې د دغه هېواد دوه هغه سرحدي عسکر په اوږد بند محکوم کړي،‌ چې په یوې افغان پناه غوښتونکې باندې په جنسي تېري تورن شوي وو. یو سرتېري ته د څه باندې۳۲ او بل ته د ۳۷ کالونو بند سزا ورکړل شوې.

دا پېښه د ترکیې د «وان» په ایالت کې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې شوې وه. د امریکا غږ د ترکیې څانګه وايي پېښه هغه وخت شوې وه چې ترکي سرتېرو اته افغان پناه غوښتونکي د ایران سره په سرحد کې ونیول. د دغو اتو کسانو په منځ کې دا ښځه هم وه، د محکمې په اسنادو کې د ښځې نوم «ال. ام» ښودل شوی دی.

دا ښځه له دغو سرتېرو څخه تښتېدلې وه او یوې بلې نژدې پوستې ته تللې وه او هلته یې ټوله کېسه کړې وه، چې بیا دا دوه سرتېري ونیول شول.

دوی د «وان» په سیمه کې د «په عالي جنايي محکمې» کې محکوم شول، سرتېرو ادعا وکړه، چې د ښځې په خوښه یې ورسره جنسي اړیکه ټېنګه کړې وه. خو ښځې په خپل بیان کې ویلي دي، چې سرتېرو پرې جنسي تېری کړی دی.

د دې ښځې مدافع وکیل ویلي سرتېرو ته یې د ډېرې سزا غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې دوی «له خپل واک څخه ناوړه استفاده» کړې ده.

محکمې د «اې، سي، ډي» په نوم سرتېري ته د ۳۲ کالونو او شپږو میاشتو بند سزا ورکړې او د «او. کی» په نوم بل سرتېري ته د ۳۷ کالونو بند سزا ورکړې ده. دا محکمه د جون په میاشت کې شوې وه خو هغه وخت یې دا پرېکړه اعلان کړې نه وه.

په ترکیې کې دا مهال شاوخوا ۳.۷ میلیون سوریايي کډوال اوسي او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ډېر افغانان د ایران له لارې ترکیې ته د تللو هڅه کوي.

دا لومړی ځل دی چې د ترکیې دوه سرتېري په یوې افغانې پناه غوښتونکي باندې د جنسي تېري په تور په دومره اوږد حبس محکوم کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG