د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په لسګونو زره افغان کډوال له خپل سرحد څخه بیرته شړلي دي ـ راپور


د بشر ي حقونو سازمان (HRW) د افغان کډوالو سره د ترکیې د سرحدي ځواکونو په ناسم چلند اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې ترکیې سرحدي ساتوونکو دغه هیواد ته د زرګونو افغان کډوالو د ننوتلو مخه نیولې او هغوی بیرته ایران ته شړلي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د جمعې په ورځ نومبر۱۸ (لړم ۲۷) په یو راپور کې ویلي، چې ددغو محدودیتونو سره سره یو زیات شمیر افغان کډوال ترکیې ته په قاچاقي ډول په تللو توانیدلي، خو هغوی د ترکیې پولیسو له خوا نیول شوي او بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته یو خورا زیات شمیر افغانان د بیلابیلو دلایلو له مخې له دغه هیواد څخه ګاونډیو او د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول ترکیې ته کډه شوي دي.

خو اکثرو دغو هیوادونو ته نوي ورغلي افغان کډوال د ترکیې په کډون د ځینو کوربه هیوادونو له خوا بیرته خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي.

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ترکیې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغانانو د ستنولو او شړلو بهیر نور هم چټک کړی دی.

د بشري حقونو د سازمان په دې راپور کې ویل شوي، چې ترکیه هغو افغانانو ته چې له دغه هیواد څخه د ایستلو په حال کې دي د پناه غوښتني لپاره د غوښتنلیک د ورکولو فرصت نه ورکوي او د ملګروملتونو د مهاجرینو په اداره کې د هغوی د نوم لیکنې مخه هم نیسي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرنیو د چارو د څانګې د معلوماتو پر اساس په وروستیو میاشتو کې دغه هیواد ته ۲۳۸۴۴۸ غیرقانوني کډوالو، چې زیات شمیر یې افغان کډوال و، د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

د بشري حقونو سازمان په دې راپور کې ویلي، چې په تیرو اتو میاشتو کې ترکیې ۴۴۷۶۸ افغان کډوال په بیلابیلو الوتکو کې افغانستان ته انتقال کړي دي. ددې سازمان د موندنو له مخې له ترکیې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د شړلو بهیر د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړیو نهه میاشتو په پرتله د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۵۰ فیصده زیات شوی دي.

د بشري حقونو سازمان د یو شمیر افغان پناه غوښتونو سره چې ترکیه ته په قاچاقي ډول تللي و مرکې کړي، چې دغو کډوالو ورته ویلي، افغانستان کې د " طالبانو د ویرې او انتقامي وژنو" له امله د خپل هیواد پریښودلو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په تیر یو کال کې دغې ډلې په ټول هیواد کې سخت محدودیتونه لګولي او هم یې د پخوانیو چارواکو او پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې انتقامي وژنو او اجباري ورکیدو ته ادامه ورکړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي، چې طالبانو د خبریالانو وهلو او ورسره زورزیاتي ته هم ادامه ورکړې او د اقلیتونو په ځانګړي ډول د هزاره ګانو لپاره د امنیت په برابرولو کې هم پاتې راغلي دي، چې دا کار له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د افغان کډوالو د وتلو بهیر لا چټک کړی دی.

ځینو افغان کډوالو د بشري حقونو سازمان ته ویلي، چې د ترکیې اردو هم د هغوی شخصي وسایل او حتی په ځینو مواردو کې د افغان کډوالو د سړیو کالي د هغوی څخه ایستلي او ورته یې اور اچولی دی او افغان کډوال یې په ۵۰ کسیزو او ۳۰۰ کسیزو ګروپونو کې بیرته ایران ته ګرځولي دي.

د بشري حقونو سازمان وايي د ترکیې د اردو ددغو اقداماتو له امله د کډوالو کورنیو غړي یو د بل څخه جلا شوي دي.

ترکیه اوس مهال د ۳.۷ میلیونو سوریې او شاوخوا څلور سوو زرو افغان، عراقي او د نورو هیوادونو د کډوالو کوربه ده. ترکیې چارواکو ویلي، چې هیواد یې په لوی شمیر د کډوالو د کوربتوب توان نلري.

XS
SM
MD
LG