د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ ۵۰ اوریزه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.
د افغانستان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) افغانستان پاکستان ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ په یوه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکوي. د دواړو لوبډلو تر منځ تر دې وړاندې اووه لوبې ټولې پاکستان ګټلې وې.

د هند په چنای کې په نننۍ لوبه کې، پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان وکولای شول چې د خپلو پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړي.

ابراهیم ځدران ددغه لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

په دغه لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان حشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل.

د پاکستان دپاره کپتان بابر اعظم تر نورو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۹۲ توپونو د ۷۴ منډو کولو وروسته د نور احمد په توپ وسوځېد.

د افغانستان په لوبډله کې نن د تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکي نور احمد لوبه وکړه.

په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې، ۱۸ کلن نور احمد په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکي محمد نبي په خپلو لسو اورونو کې یوازې ۳۱ منډې ورکړې او د مخالف لوري یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

د افغانستان تیزو توپ اچوونکو نوین الحق د پاکستان دوه او او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د راشد خان په لسو اورونو کې پاکستان ۴۱ منډې وکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد.

د پاکستان دپاره توپ وهونکي عبدالله شفیق ۵۸، افتخار احمد ۴۰، شاداب خان ۴۰، سعود شکیل ۲۵ منډې وکړې، او نور لوبغاړي یې له ۲۰ څخه د لږو منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان بله لوبه راتلونکې دوشنبې (اکتوبر ۳۰) د سري لانکا په خلاف ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG