د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیاپالان: باید د ګوزڼ واکسین د تطبیق هڅې زیاتې او ساحې یې پراخې شي


د خوست په ولایت کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسین څاڅکي ورکول کېږي
د خوست په ولایت کې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسین څاڅکي ورکول کېږي

د روغتیا دبرخې یو شمېر فعالان وایي د پولیو یا ګوزن ناروغۍ دبشپړ مخنیوي لپاره روانې هڅې کافي نه دي او باید د واکسین د ورځني بهیر د ښه کېدو او قوي لپاره هم کار وشي.

د دوی باور دا دی چی دافغانستان په ځینو ساحو کی لاهم کور په کور کمپاین ستونزمن دی او که د ټول هیواد په سطحه کور په کور کمپاینونه وشي ۹۵ سلنه ماشومان واکسین کېدای شي.

پلازمینه کابل چی میلیونونه وګړي پکی میشت دي د روان میلادی کال له پیل تر دا مهاله پنځه ځلې په کې دګوزڼ واکسین کمپاین تطبیق شوی.

کابل کی یوشمیر روغتیا پالان وایي د پولیو د مخنیوي لپاره روانې هڅې باید چټکې شي. د کتلوي معافیت پخواني مسؤل ډاکټر ګلاخان ایوب په دې هکله امریکا غږ ته وویل:دغه اوسنۍ هلې ځلې چې روانې دي دپولیو دبشپړ مخنیوي لپاره کافي ندي، ځکه دپولیو دبشپړ ختمولو لپاره باید ورځنی پروګرام غښتلی شي، په دې مانا هغه ماشومان چی عمرونه یې له یو کال څخه کم وي باید له زیږون څخه تر یو کلنۍ پورې په روغتیایي کلینیکونو کی پنځه ځله واکسین شي. خو په وروستیو کي کومې څیړنې چې شوي دي، په ډاګه کوي چې یوازې دهیواد ۱۶ سلنه ماشومانو ته دا واکسینونه تطبیق شوی. په دغه پیمانه چې کوم واکسین تطبیق شوی دا دپولیو د وحشي ویروس مخه نشی نیولی.

دی په دی باور دی چې کور په کور د کمپاین تطبیق ډیر موثریت لري:له بلې خوانه داسې انګیرنې هم دي چې دافغانستان په ځینو سیمو کې کور په کور کمپاین ستونزمن دی یا هلته نه تطبیقیږي نو د کور په کور کمپاین د تطبیق له لارې موږ کولای شو ۹۵ سلنه دپولیو واکسین د پوښښ ساحه ترلاسه کوله. له بده مرغه هاغه سیمې کور په کور کمپاین په کې نه تطبیقیږي ښایي هلته دپوښښ ساحه ۲۰ یا ۲۵ سلنه وي چې په دې ترتیب دپولیو ویروس د درولو یا محوه کولو لپاره کافي ندي.

له بل پلوه د واکسین د کمپاین یو شمېر رضاکاره فعالان وایي چې د هیواد په اکثریت برخو کې دګوزڼ په وړاندې د ځوانانو فعالیت مثبت دی. یو فعال عالم هاشمي وايي چې د صحي رضاکارانو ترڅنک دوی هم دپولیو دبشپړ مخنیوي لپاره بیلابیلې غونډې او پروګرامونه وخت په وخت ترتیب کړي دي.

هغه وايي: د افغانستان د خلکو او ځوانانو ډېره ښه همکاري ده چې دوی په ډیره ښه توګه دپولیو کمپاین کې برخه اخلي او ټولو ماشومانو ته رسیدنه کوي خو تراوسه په زیاترو سیمو کې داسې خلک هم شته چې پولیو واکسین نه تطبیقوي یا هغه یو بل ډول ښیي، ولې زموږ همدا همکاري په وس پوره ده چې دغونډو اوکنفرانسونو د لارې نه دوی ته پوهاوی کوو، غونډې نیسو یعني هغه څه چې د واکسین ارزښت دی په هغې باندی خلک خبروو.

ټاکل شوې ده له دې فرعي کمپاین وروسته د نومبر په میاشت هم د ټول هیواد په سطحه دګوزڼ سرتاسري کمپاین تطبیق ښي چې د ۱۱ میلیون په شاخوا کې کم عمره کوچنیان واکسین شي.

د روان ۲۰۲۳ م کال له پیل تر اوسه په ننګرهار کې په پرلپسې توګه دپولیو شپږ مثبتې پېښې شوي او له ننګرهار اخوا بیا کابل او کندهار هم هغه ولایتونه دي چې د پولیو محیطي سمپلونه پکې مثبت دي او له همدې کبله له خلکو سره دا اندیښنې زیاتې شوې چې ممکن دا ویروس هلته زیات خپور شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG