د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې د ګوزڼ په وړاندې مبارزه په بریالۍ توګه روانه ده - چارواکي


روغتیایي چارواکي یې وایي چې اوس مهال د افغانستان په سوېل ختیځه حوضه کې له ګوزڼ سره مبارزه په بریالۍ توګه روانه ده.
روغتیایي چارواکي یې وایي چې اوس مهال د افغانستان په سوېل ختیځه حوضه کې له ګوزڼ سره مبارزه په بریالۍ توګه روانه ده.

د پکتیکا روغتیایي چارواکي وايي چې په ټولو روغتیایي مراکزو کې د نورو صحي خدمتونو ترڅنګ د پولیو او نورو واکسینونو منظمې فعالې برخې لري او هره ورځ پکې ماشومانو ته واکسین کیږي.

د افغانستان سوېل ختیځه حوضه چې تېر میلادي کال د پولیو مثبتې پېښې په لرلو سره تر جدي خطر لاندې سیمه بلل کیده، روغتیایي چارواکي یې وایي چې اوس پکې له ګوزڼ سره مبارزه په بریالۍ توګه روانه ده.

د دوی په وینا، د پولیو په ضد مبارزه کې ورسره عام ولسونه همکار دي او د خلکو د پوهاوي سطحه هم د پام وړ زیاته شوې ده.

د پکتیکا د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر عزت الله وایي چې په دغه ولایت کې د پولیو اړوند ټول کمپاینونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم تطبیقیږي او کومه ستونزه په دغه برخه کې نلري.

ډاکټر عزت الله په دې هکله امریکاغږ ته داسې وویل:" تاسې ته معلومه ده چې دلته څو ځله کمپاینونه کور په کور تطبیق شول او لاهم ترسره کیږي، نو الحمدلله تر ډیره بریده هماغه مبارزه هم بریالۍ روانه ده او ټول کمپاینونه ښه تطبیقیږي، د عامو خلکو همکاري هم تر ډیره اوس د پام وړ ده، عامه پوهاوي کې اوس د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شوی دی."

د نوموړي په وینا، پکتیکا کې د تېر په نسبت اوس روغتیایي خدمات ښه شوي او په ټولو روغتیایي مراکزو کې د پولیو په شمول د روټین واکسینونو فعالې برخې لري چې هره ورځ زیات شمېر نوي زیږیدلي او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان پکې واکسین کیږي.

عزت الله وایي:"روغتیایي خدمات د پخوا په پرتله ښه شوي دي، د خلکو لاسرسی هم روغتیایي خدماتو ته د تېر په پرتله ډېر شوي، په هغو سیمو کې چې مخکې لومړني روغتیایي خدمات نه ترسره کیدل تر ډېره بریده اوس هغه سیمې د روغتیایي خدماتو تر پوښښ لاندې راغلي دي."

هغه زیاته کړه، لاهم په دې برخه کې کار روان دی ترڅو ټول خلک لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري. د واکسینو برخه هم تاسې ته معلومه ده، زموږ ټول روغتیایي مراکز د واکسینو فعالې برخې لري او د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم روټین واکسینونه پکې موجود وي او وخت په وخت تطبقیږي.

په ورته مهال، پکتیکا کې یو شمېر عام وګړي هم په روغتیایي برخه په تیره بیا د ګوزڼ په وړاندې مبارزه کې د مسؤولینو له فعالیت راضي ښکاري.

د انعام الله په نوم د پکتیکا یوتن ځوان امریکاغږ ته وویل چې د مسؤولینو ترڅنګ د باسواده اشخاصو رضاکارانه فعالیت د پولیو د مخنیوي په برخه کې اغېزمن تمام شوی او دوی به لاهم دې فعالیت ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل:"پکتیکا کې د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې هغه فعالیتونه چې د پولیو د مخنیوي لپاره کیږي، موږ ځوانان ترې راضي یو او هم له دوی سره ولاړ یوو. بله خبره دا ده چې پکتیکا ولایت کې هغه ځوانان چې دوی تعلیم کړی او د سواد سطحه یې پورته ده، دوی په داوطلب شکل داسې فعالیتونو کې خپل اخلاص کړی او لاهم زموږ هڅې دوام لري ترڅو په ټولنه کې د ګوزڼ په څېر ټول هغه اجتماعي مشکلات چې ټولنه تهدیدوي په مشترکه توګه لمنځه یوسو."

پکتیکا د سوېل ختیځ زون یو له هغو ولایتونو دی چې د پراخې ساحې په لرلو سره د 'ډیلې خوشامند' په ولسوالۍ کې د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د پولیو مثبته پېښه هم ثبت شوې وه، خو له هغې وروسته د پولیو په ضد په دغه وروسته پاتې ولایت کې هڅې چټکې شوې او د بشپړ مخنیوي لپاره یې تر دا مهاله مبارزه دوام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG