د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسولین: د پکتیکا په سرحدي سیمو کې یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي چې لا هم د پکتیکا ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډده کوي، خو د قناعت ورکولو لپاره یې هڅې روانې دي.

که څه هم د یاد ولایت روغتیایي چارواکي د کومې ولسوالۍ نوم نه په ډاګه کوي، خو دا تاییدوي چې په ځینو سرحدي سیمو کې خلک اړینو روغتیایي معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله نه غواړي خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حکمت الله عصمت، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ځینو سرحدي سیمو اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین په اړه د منفي تبیلغاتو له امله د ماشومانو واکسینولو ته چندان زړه نه ښه کوي.“

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د روغتیایي کارکوونکو تر څنګ، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته دا ډول کورنۍ د پولیو ضد واکسین په ګټو وپوهوي او هغوی ته قناعت ورکړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

ښاغلي حکمت زیاته کړه: ”د پخوا په پرتله پکتیکا کې د کور په کور کمپاین ساحه پراخه شوې، او هڅې روانې دي چې موجوده ستونزې ژر تر ژره حل شي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.“

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره په پام کې لري چې په هغو سیمو کې چې اوسیدونکي یې روغتیایي معلوماتو ته سم لاسرسی نلري، د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

د ماشومانو لپاره د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل: ”په هغو لیرې پرتو سیمو کې چې د انټرنټ او یا غږیزو رسنیو له محدود پوښښ څخه برخمنې دي، د ځایي روغتیایي مبلغینو له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کیږي.“

د نوموړي په وینا، روغتیایي مبلغین به له کمپاینونو درې ورځې وړاندې او د کمپاین په بهیر کې کور په کور وګرځي او کورنۍ به وهڅوي چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا هغه ولایت دی چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د پولیو د یوې مثبتې پېښې شاهد ؤ.

XS
SM
MD
LG