د لاس رسي وړ اتصالات

اروزګان کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کول زیات شوي- مسئولین


افغانستان لا هم د هغو هېوادونو به کتار کې دی چې ماشومان په کې د پولیو له کبله فلج کېږي
افغانستان لا هم د هغو هېوادونو به کتار کې دی چې ماشومان په کې د پولیو له کبله فلج کېږي

د افغانستان د اروزګان په ولایت کې د کتلوي معافیت مسؤولین وايي چې ماشومانو ته د پولیو واکسن کول زیات شوي او اوس هغه ماشومان هم واکسین کېږي،‌ چې پخوا د بېلابېلو لاملونو له امله واکسین شوي نه وو.

ځايي مسئولین وايي چې د دې کار یو علت دا دی چې اوس د جوماتونو له لارې خلکو ته د ګوزڼ د مخنیوي او ماشومانو ته د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکول کېږي.

د کتلوي معافیت مسؤول، بخت محمد مصطفی وايي چې دوی په منظم شکل د مسجدونو له امامانو سره ناستې کوي چې هغوی بیا روغتیايي‌ پیغامونه خلکو ته رسوي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "عالمان په هره برخه کې اغېزناک رول لري. د پوليو ويروس په تطبیق کې هم عالمان اغېزناک رول لري چې خوشبختانه په اروزګان ولايت کې عالمان په دې برخه کې موږ سره همکار دي او کومک کوي ترڅو پورې وکولی شو چې ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکې واکسين ورسوو."

په اروزګان کې پلان نیول جوړ شوی دی چې تقریبآ ۳۰۰۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد واکسین شي. په تېرو کلونو کې د یو شمېر نورو عواملو تر څنګ د واکسین په اړه ناسم پوهاوی هم د پولیو د واکسین د مخنیوي لامل بلل کېده.

د اروزګان ځايي اوسیدونکي وايي چې د پولیو هغه ناروغان چې په ماشومتوب کې ګوزڼ وهلي او اوس معیوب دي، په ټولنه کې د خلګو پام ځانته اړولی او اوس د خپلو ماشومانو په وقایه کې زیاته پاملرنه کوي.

د ترینکوټ اوسیدونکی، جمعه خان وایي: "موږ په هغه لحظه خپل ماشومان د واکسين لپاره راويستلي دي، ځکه چې مونږ يې اضرار ليدلي دي. مونږ هغه فلج ماشومان لیدلي چې د خلکو د اوږو بار دي، نو نغواړو چې خپل ماشومان مو داسې شي، موږ یې مراقبت او ساتنه کوو."

یو شمېر هغه رضا کار کسان چې د پولیو ناروغۍ په ختمولو کې د واکسین له ټيمونو سره مرسته کوي هم وايي چې د تېر په پرتله زیاتې‌ کورنۍ اوس د خپلو ماشومانو واکسین ته پام زیات کړی.

د ترینکوټ‌ اوسیدونکی خیر محمد وايي چې دوی د خپلو ماشومانو د واکسین تر څنګ د واکسین په ښه تطبیق کې هم مرسته کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "مونږ د واکسین په تطبیق کې دومره همکار يو چې کله دوی زموږ کورونو ته راشي، موږ خپل کوچنيان ورته د واکسین لپاره راوړو او هغوی ته یې معرفي کوو چې کوم یې د واکسين وړ او کوم یې نه دي. نو په دې توګه ماشومان په کورونو کې د ګوزڼ واکسين له لارې وقايه کیږي."

اروزګان د افغانستان له سړو سیمو څخه دی چې سوړ ژمی لري. پدې ولایت کې د پولیو د پروګرام مسؤولین وايي چې اقلیمي شرایطو ته په کتو یې د واکسین بیلا بیل کمپاینونه پلان کړي چې کورنۍ ورڅخه ګټه اخیستلای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG