د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پولیو له منځه وړلو لپاره د طالبانو او نړیوالو ادارو د استازو غونډه  


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې تازه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد، د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پرمختیا رئیس کرېس الیس او د سویلي آسیا لپاره د یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق سیمه ییز رئیس سنجی سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي د هلو ځلو په ګړندي کولو او همداشان د دې ناروغۍ د بشپړ مخنیوي لپاره د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار کړی.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ویلي چې دوی د نړیوالو ادارو له ملاتړ څخه منندوی دي، ځکه د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه، بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوی او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا لري.

د کابل یو شمېر روغتیاپالان هم د نړیوالو روغتیایي بنسټونو ژمنه د پولیو د مخنیوي په برخه کې مهم یادوي.

کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ګلاخان ایوب امریکا غږ ته وویل: "نړیوال بنسټونه د روغتیا په برخه په تیره بیا د پولیو د بشپړې لمنځه وړنې لپاره پوره ژمنتیا لري. تاسو ته مالومه ده او زموږ ټولنه هم باید دا ومني چې اوس مهال ټول روغتیایي خدمتونه په تیره بیا واکسینونو او د پولیو د له منځه وړلو ټولو چارو ته د همدې بنسټونو له لوري مالي مرستې برابریږي."

په کابل کې د ماشومانو متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم بیا وویل:"د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې میلیونونو ماشومانو ته واکسین رسوي چې دا یوه ښه لاسته راوړنه ده. د ده په وینا، مخکې به جنګونه او بد حال ؤ او د پولیو د تطبیق لړۍ به هغسی چې لازمه ده نشوه تطبیقیدلی، خو اوس مهال دا لړۍ ډیره چټکه روانه ده."

د یادې ناستې پر مهال د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیایي مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د ګوزڼ د بشپړ مخنیوي لپاره خپلې ژمنې تازه کړې او ټینګار یې وکړ چې د پولیو تر بشپړ مخنیوي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG